په هند کې د الوتکې د سقوط په پیښه کې د مهاراشترا ایالت مرستیال لومړي وزیر ژوند د لاسه ورکړ

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل چې د مهاراشترا ایالت  د مرستیال  لومړي وزیر اجیت پوار مړینه په یوه حادثه کې "ټکان ورکوونکې او غمجنه" ده، ځکه چې چارواکي راپور ورکوي چې هیڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي.

By
په هند کې د الوتکې د سقوط په پیښه کې د مهاراشترا ایالت مرستیال لومړي وزیر ژوند د لاسه ورکړ / Reuters

د هند په لوېدیځ کې د یوې شخصي الوتکې د لوېدو له امله د مهاراشترا  ایالت مرستیال لومړي وزیر په ګډون ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي وویل چې د مهاراشترا ایالت  د مرستیال  لومړي وزیر اجیت پوار مړینه په یوه حادثه کې "ټکان ورکوونکې او غمجنه" ده، ځکه چې چارواکي راپور ورکوي چې هیڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي.

چارواکو وویل چې د هند د لویدیځ ایالت مهاراشترا ایالت مرستیال لومړی وزیر وزیر د چهارشنبې په سهار د یوې شخصي الوتکې د لوېدو په پېښه کې ووژل شو.

د ال انډیا دولتي راډیو د خبر له مخې الوتکه  د مهاراشترا ایالت مرستیال لومړی وزیر او نور کسان پکې سپاره ول  د مهاراشترا په بارامتي ښار کې وغورځېده.

د پاوار تر څنګ، په الوتکه کې څلور نور کسان هم سپاره وو چې پکې دوه د عملې غړي شامل وو، او د لومړنیو معلوماتو له مخې، هېڅ څوک ژوندي نه دي پاتې شوي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وویل چې د پاوار «مړینه ډېر ټکان ورکوونکې او خواشینوونکې ده».

مودي پر ایکس په خپور کړي د خواخوږۍ په پيغام کې ویلي دي چې  « اجیت پوار د مهاراشترا د خلکو د خدمت په مخکښه کرښه کې د یو سخت کاره شخصیت په توګه په پراخه کچه د محبوبیت نه برښمند وو … د هغه کورنۍ او بې ‌شمېره مینه ‌والو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم.»

هغه وویل چې د هغه «فکر له هغو ټولو سره دي چې په دې پېښه کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.»

رسنیو وویل چې د پاوار الوتکه، چې د هند له ممبۍ ښار څخه روانه وه، هڅه یې کوله چې د ایالت په بارامتي ښار کې بیړنۍ ناسته وکړي.