منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د روغتیايي وضعیت د خرابیدو  له امله په ضمانت خوشې کړه
ایراني چارواکو د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي د د روغتیايي وضعیت د خرابیدو او  د اندېښنو له زیاتېدو له امله د ضمانت په بدل کې خوشې کړې، او د هغې د بنسټ په وینا، هغه د تهران روغتون ته لیږدول شوې ده.
ایران د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د روغتیايي وضعیت د خرابیدو  له امله په ضمانت خوشې کړه
ایران د نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي د روغتیايي وضعیت د خرابیدو  له امله په ضمانت خوشې کړه / AP

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي بنسټ وايي، ایراني چارواکو د هغې د بند سزا وروسته له هغه وځنډوله چې هغه په زنجان ښار کې لس ورځې په روغتون کې بستر وه او هغه یې په "قوي ضمانت" خوشې کړه.

ایراني چارواکو د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي د د روغتیايي وضعیت د خرابیدو او  د اندېښنو له زیاتېدو له امله د ضمانت په بدل کې خوشې کړې، او د هغې د بنسټ په وینا، هغه د تهران روغتون ته لیږدول شوې ده.

“د نوبل د سولې جایزې ګټونکې نرګس محمدي، وروسته له دې چې د زنجان په ښار کې ۱۰ ورځې په روغتون کې بستر وه، د قوي ضمانت په بدل کې د بند سزا یې وځنډول شوه.”

بنسټ د ایکس له لارې ویلي چې د امبولانس له لارې د هغې لیږد بشپړ شوی، او هغه اوس د تهران پارس روغتون کې ده ترڅو د خپل طبي ټیم لخوا يي درملنه وشي.  

په بیان کې د هغېد مدافع وکیل مصطفی نیلي له قوله ویل شوي چې نرګس د یکشنبې په ورځ د زنجان له روغتون څخه خوشې شوه، وروسته له هغې چې چارواکو د درملنې لپاره د هغې د بند سزا وځنډوله.

بنسټ د نیلي له قوله ویلي، هغه د امبولانس له لارې د تهران پارس روغتون ته لیږدول شوې او هلته بستر شوې ده.

د نرګس خاوند، تقي رحماني، چې په پاریس کې مېشت دی، هم په ایکس کې تایید کړې چې هغه د پارس روغتون ته انتقال شوې ده.

وپلټۍ
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه