تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې ځايي او ملي د اقنجي بې پیلوټه تعرضي الوتکې  د ځايي او ملي هوايي دفاعي توغندي سونګور سره په هوا کې خپل هدف په ډیر بریالیتوب سره له منځه یوړ.
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
بیرقدار اقنجي

بیرقدار آقنجي يرغليزې بي پيلوټه الوتکې  د سونګور هوایي دفاعي توغندي په وسيله په تور سمندرګي کې د ازموینې پر مهال لوړ سرعت لرونکې متحرک هدف په هوا کې په ډیره دقیقه توګه په نښه او له منځه یوړ.

د تورکیې د بايكار شرکت د اعلامیې له مخې، د دغې کمپنۍ لخوا ملي او په خپلواکه توګه جوړه شوې بیرقدار آقنجي يرغلیزې بي پيلوټه الوتکه د خپلې هوایي جګړې وړتیاوو پراخولو ته دوام ورکوي. په دې چوکاټ کې په ترسره شوې ازموینه کې د راکیټسان شرکت لخوا د جوړ شوي سونګور توغندي په واسطه  په هواد کې هدف  الوتکه په نښه او وویشتل شوه.

د ازموینې د فعالیت په اډانه کې، آقنجي د تکیرداغ  ولایت  له چورلو د الوتنې او ازمایښتونو له  مرکز څخه الوتنه وکړه او په تور سمندرګي کې د ازموینې سیمې ته ورسېده. د سینوپ (Sinop) سواحلو ته نږدې په ترسره شوې ازموینه کې، په اسمان کې متحرک هدف لرونکی بې پیلوټه الوتکه د آقنجي لخوا د توغول شوي سونګور توغندي په واسطه په بشپړ دقت او هدفمن ډول په نښه او له منځه یوړ شوه. د ازموینې له بریالي پای ته رسېدو وروسته، آقنجي ټاکل شوې لاره تعقیب کړه او بېرته چورلو ته ستنه شوه.

آکنجي له دې وړاندې د کمانکېش ۱  په نوم د مصنوعي ځیرکتیا  پر بنسټ جوړ شوي کوچني کروز توغندي او همدارنګه د راکیټسان د ایرن (EREN) لوړ سرعت لرونکي ځیرک  توغندي سره پر هوایي هدفونو بریالۍ ازموینې ترسره کړې وې.

د سونګور هوایي دفاعي توغندي په کارولو سره، آقنجي د بېلابېلو ډلو ملي توغندیو پر مټ د هوایي هدفونو د ويشتلو وړتیا نور هم پراخه کړه او د بېلابېلو وسلو په درلودلو سره یې په هوایي جګړه کې خپله برلاسي وښودله.

د هراړخیزو عملیاتو ځواک

له پیل څخه تر دې دمه د خپلو ټولو پروژو مالي سرچینې پخپله چمتو کوونکی د بایکار شرکت په ۲۰۲۵ کال کې هم د بې پیلوټه الوتکو په برخه کې د نړۍ تر ټولو لوی صادروونکی پاتې شوی دی. په تېرو ۳ کلونو کې د نړۍ د په وسلو سمبال ډرون الوتکو په بازار کې خپل رهبریت ساتلي.

 بايكار په ۲۰۲۵ کال کې د ۲.۲ میلیارد ډالرو صادرولو له لارې خپل مخکینی ریکارډ مات کړ. په وروستیو کلونو کې د خپل عواید په سلو کې ۹۰ له صادراتو ترلاسه کوونکی بايكار د تورکیې د لوړې ټیکنالوژۍ د صادراتو اصلي پرمخ وړونکی بلل کېږي.

بايكار د بیرقدار ټي بي ۲  لپاره له ۳۶ هېوادونو او د آکنجي لپاره تر دې دمه له ۱۶ هېوادونو سره — چې په ټولیزه توګه ۳۹ هېوادونه کېږي — د صادراتو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.

وپلټۍ
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و