تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
فیدان: د اردوغان او ټرمپ اړیکې د سرمشریزې پر مهال د ناټو د تاوتریخوالي په کمولو کې مهمې دي
هاکان فیدان وايي، انقره په پام کې لري چې د مشرانو له اړیکو څخه "د ټولو د خیر او د ناټو د ټولې کورنۍ په ګټه" کار واخلي.
فیدان: د اردوغان او ټرمپ اړیکې د سرمشریزې پر مهال د ناټو د تاوتریخوالي په کمولو کې مهمې دي
ارشیف

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ اړیکې کولی شي په ناټو کې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي، دا په داسې حال کې ده چې د تړون مشران په انقره کې لیدنې ته چمتووالی نیسي.

ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ترکیه به هڅه وکړي په پلازمېنه انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال د اردوغان او ټرمپ ترمنځ له "تودو اړیکو" څخه ګټه پورته کړي ترڅو په دغه اتحاد کې شته اختلافات له منځه یوسي.

فیدان وویل: "دا د ښاغلي ټرمپ لپاره یوازې د باور او ملګرتیا خبره ده." هغه زیاته کړه چې ترکیه نیت لري "دا ملګرتیا د ټولو د خیر او د ناټو د ټولې کورنۍ په ګټه وکاروي."

د ۳۲ غړو هیوادونو دغه اتحاد به د سه شنبې په ورځ په انقره کې سره راټول شي ترڅو د اټلانټیک د دواړو غاړو پر امنیتي راتلونکي، دفاعي لګښتونو او د اوسنیو سیمه ییزو او نړیوالو ننګونو په وړاندې د اتحاد پر ځواب خبرې وکړي.

فیدان وویل تمه لري چې په سرمشریزه کې تخنیکي بحثونه په سمه توګه پرمخ ولاړ شي، سره له دې چې ټرمپ پر ناټو نیوکې کوي او پر متحدینو د پوځي لګښتونو د زیاتولو لپاره فشار راوړي. هغه وویل: "زه په دې کې کومه ستونزه نه وینم."

نوموړي زیاته کړه: "ډېرې خبرې تبادله کیږي، خو په عملي توګه هیڅ نه شي بدلېدای. ځواکونه هلته شتون لري." فیدان وویل چې ترکیه او نور اروپايي هیوادونه د دغه اتحاد پر اهمیت سره متفق دي او "هیڅوک د ناټو پر اړتیا بحث نه کوي."

له ناټو بهر د اروپایي ټولنې دفاعي همکاري یوه "جوړښتي ستونزه" ده

هغه د ناټو له جوړښتونو بهر په اروپایي ټولنه کې د دفاعي همکاریو د پراخولو پر وړاندیزونو نیوکه وکړه او هغه یې "په ناټو کې یوه جوړښتي ستونزه" وبلله. نوموړي وویل چې دا ډول اقدامات له ناټو سره د اروپایي هیوادونو له ژمنو سره په ټکر کې دي.

فیدان وویل چې ترکیه او اروپا باید یو بل د خپل ګډ امنیت لپاره حیاتي وګڼي. هغه زیاته کړه: "موږ هم د اروپا برخه یو، او تر هغه چې موږ په اروپایي جغرافیه کې د خپل امنیتي پلټ فارم جوړولو لپاره سره یوځای نه شو، موږ به هیڅکله د پوره امنیت احساس ونه کړو."

فیدان همدارنګه د امریکا او ایران ترمنځ د تېرې میاشتې تفاهم لیک ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دواړه لوري خپلو وروستیو اهدافو ته په رسېدو کې جدي ښکاري. خو هغه یادونه وکړه چې دغه ۶۰ ورځنۍ هوکړه ډېرې جنجالي مسلې، لکه د ایران اټومي پروګرام، د بندیزونو لیرې کول او د هرمز تنګي په اړه قوانین، راتلونکو خبرو ته پرېږدي.

د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه فیدان وویل چې ترکیه چمتو ده د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نویو خبرو اترو اسانتیا برابره کړي، خو زیاته یې کړه چې سمدستي د دا ډول خبرو تمه نه لري. هغه وویل: "په ټوله کې هغه پایلې ته چې زه ورسېدم دا ده چې دوی خبرو اترو ته چمتو دي، خو موږ د امریکا (فشار او) اغیز  ته اړتیا لرو. زموږ لپاره مهمه خبره دا ده چې د دواړو خواوو لخوا د سولې لپاره رښتینې او صادقانه هڅه ووینو."

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده