د افغانستان او پاکستان ځیني برخې زوروې زلزلې لړزولي.

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د زلزلې له امله د ۸ تنو د وژل کیدو خبر ورکړ شوی دی

By
آرشیف / Reuters

پرون جمعه د اپریل ۳ د افغانستان مرکزي برخې د ریښتر په کچه د ۵ عشاریه ۸ په شدت سره یوې زورورې زلزلې ولړزولې. ویل کیږي دې زلزلې د پاکستان  ځیني برخې هم لړزولي دي.

د نوموړې زلزلې له امله د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ۸ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د افغانستان د باختر خبري اژانس د معلوماتو له مخې، دغه اته کسان د کابل ولایت په بګرامي ولسوالۍ کې د یو کور د چپه کیدو له امله وژل شوي دي. په پېښه کې یو تن ټپي شوی هم دی.

د افغانستان د اطلاعاتو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، تر دې وړاندې د یوه تن د لادرکه کېدو راپور هم ورکړل شوی و.

د جرمني د ځمکپوهنې د څېړنو مرکز په وینا، دغه زلزله د ۱۸۱ کیلومتره په ژوروالي کې بجو رامنځته شوه.

د زلزلې شدت په لومړي سر کې ۵.۹ درجې ښودل شوی و، خو وروسته ۵.۸ ته راکم شو.

زلزله د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد، شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت او شمالي ګلګت بلتستان سیمه کې هم محسوس شوې ده.

دغه راز ټکانونه د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې هم حس شوي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په لومړي سر کې د زلزلې شدت ۶.۱ درجې ښودلی و.

په پاکستان کې د زلزلې له امله د رامنځته شوو ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.