تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
د ناټو د پوځي کمېټې مشر: تورکیه د دې تړون لپاره مرکزي رول لوبوي
د ناټو د پوځي کمېټې مشر، اډمیرل جیوسیپ کاو ډراګون وویل چې ترکیه، چې ده یو ځواکمن او ستراتیژیک متحد وباله، د خپل دفاعي صنعت، پوځي ظرفیت او جیو پولیټیک موقعیت له امله د دې تړون (ناټو) لپاره مرکزي رول لوبوي.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر: تورکیه د دې تړون لپاره مرکزي رول لوبوي
د ناټو د پوځي کمېټې مشر: تورکیه د دې تړون لپاره مرکزي رول لوبوي


کاو ډراګون، چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې یې دا دنده په غاړه اخیستې، وویل چې د ده لومړني تاثرات دا دي چې ناټو یو "قوي او روغ" اتحاد دی.
د ناټو د پوځي کمېټې مشر، اډمیرل جیوسیپ کاو ډراګون وویل چې ترکیه، چې ده یو ځواکمن او ستراتیژیک متحد وباله، د خپل دفاعي صنعت، پوځي ظرفیت او جیو پولیټیک موقعیت له امله د دې تړون (ناټو) لپاره مرکزي رول لوبوي.

کاو ډراګون په بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د انادولو اژانس پوښتنو ته د ناټو د دولتونو او حکومتونو د مشرانو ۳۶مې سرمشریزې په درشل کې ځوابونه ورکړل، چې د جولای په ۷مه او ۸مه به د ترکیې په کوربه توب په انقره کې جوړه شي.

هغه وویل: "نن زه ویلی شم چې موږ اوس مخ په وړاندې روان یو. په هغه وخت کې موږ (نوي) راویښ شوي وو، خو اوس پر پښو ولاړ یو او حرکت کوو. البته، که وغواړئ، موږ کولی شو زموږ د سرعت په کچه بحث وکړو، خو دا څرګنده ده چې موږ په سمه لار روان یو."

نوموړي وویل چې ټول متحدین له ګواښونو خبر دي او له همدې امله دوی تېر کال د هاګ په سرمشریزه کې په دفاعي برخه کې د لا زیاتې پانګونې ژمنه وکړه. کاو ډراګون زیاته کړه: "اوس د دې ژمنو ترڅنګ، موږ هیله لرو چې د دوی عملي کېدل ووینو. زما په اند دا یو سم دریځ دی. ایا موږ هدف ته رسېدلي یو؟ نه. لا هم ډېر کارونه شته چې باید ترسره یې کړو، خو زه باور لرم چې په سمه لار کې پرمختګ کوو."

کاو ډراګون، چې په داسې یو وخت کې د پوځي کمېټې مشري کوي چې دغه تړون د بدلونونو شاهد دی، وویل چې د متحدینو ترمنځ د نظرونو اختلاف ممکن پروسې ورو کړي، خو ګټې یې له زیانونو ډېرې دي. هغه وویل: "دا اتحاد له ۳۲ ډیموکراسیو جوړ دی او دا نارمل ده چې د دوی ترمنځ ځینې اختلافات وي. زه حتی ویلی شم چې دا د اجماع (اتفاق)، خبرو اترو او په یوه ګډه نقطه کې د یوځای کېدو لپاره ارزښت زیاتوي."

نوموړي په دې ټکي هم ټینګار وکړ چې متقابل اعتماد ورځ تر بلې پیاوړی کیږي او وویل: "همغږي زما تر ټولو مهمه مسوولیت دی. دا یو داسې عنصر دی چې موږ باید هره ورځ ورته پاملرنه وکړو او پیاوړی یې کړو. خو زه فکر کوم چې موږ په دې کې بریالي یو."

کاو ډراګون د نظامي پلان جوړونې په برخه کې د انقرې له سرمشریزې خپلې هیلې داسې لنډیز کړې:
"له نظامي اړخه، زموږ لپاره د بیانیو په پرتله عملي ګامونه ډېر مهم دي. بیانیې ساده دي، هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو په ساحه کې اغیزې او کلکې پایلې دي. له همدې امله، له نظامي پلوه زموږ لویه تمه د شویو ژمنو پوره کول دي. د هاګ په سرمشریزه کې ژمنې شوې وې، اوس باید عملي شي. تمه لرم چې له اوکراین سره تر هغه وخته چې اړتیا وي، د درېدو هوډ دوام ومومي. همدارنګه له دفاعي صنعت څخه تمه لرم چې اوسنی مثبت سرعت وساتي او په غوره توګه ترې ګټه پورته کړي."

په اروپا کې د امریکا د نظامي ونډې د کموالي په اړه، کاو ډراګون وویل چې باور لري اروپا کولی شي دا تشه ډکه کړي. هغه وویل چې دوی د ناټو په جوړښت کې د پانګونې لپاره پر یوې لویې ژمنې کار کوي او انقره به دا هوډ نور هم پیاوړی کړي.

"فکر کوم تورکیه به د نورو متحدو هیوادونو لپاره یوه بېلګه وي"
کله چې په ناټو کې د تورکیې د رول په اړه وپوښتل شول، کاو ډراګون وویل: "تورکیه یو ځواکمن متحد دی. دا په اتحاد کې دویم لوی پوځ لري، او دا یو ځواک دی، خو جغرافیایي موقعیت یې هم خورا مهم دی. دا هیواد په سمه توګه د تورې بحیرې، مدیترانې او منځني ختیځ په مرکز کې موقعیت لري. تورکیه له جغرافیایي او نظامي پلوه لا دمخه یو خورا مهم رول لوبوي. په دې وروستیو کې مې د دوی د دفاعي صنعت له تاسیساتو لیدنه وکړه، چې رښتیا هم اغیزناکه وه."

نوموړي زیاته کړه چې تورکیه د دفاعي صنعت د پانګونې، د تولید سرعت او د سپارلو د وړتیا له پلوه په لوړه کچه کې ده. هغه وویل: "موږ پر تورکیې باور لرو او خوښ یو چې هغه زموږ مت حده ده." هغه دا هم وویل چې د تورکیې امنیتي اندېښنې باید د متحدینو ترمنځ د اعتماد پر بنسټ حل شي.

 

وپلټۍ
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د ناټو مشر روټه د تورکیې له ولسمشر اردوغان څخه د ناټو سرمشریزې د د عالي کوربه توب له امله مننه وکړه