نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
امریکا په میشګان ایالت کې په یو سوداګریز مرکز کې د چړې د برید له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي
چارواکو وویل، د میشیګان ایالت په منځني لویدیځ  برخه  کې د والمارټ په یوه پلورنځي کې د چړې په برید کې لږترلږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.  پولیسو ویلي دي چې ددې پیښې په تړاو  یو شکمن کس نیول شوی دی.
امریکا په میشګان ایالت کې په یو سوداګریز مرکز کې د چړې د برید له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي
/ AP

د امریکا په میشګان ایالت کې په یو سوداګریز مرکز کې د چړې د برید له امله لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

چارواکو وویل، د میشیګان ایالت په منځني لویدیځ  برخه  کې د والمارټ په یوه پلورنځي کې د چړې په برید کې لږترلږه ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.  پولیسو ویلي دي چې ددې پیښې په تړاو  یو شکمن کس نیول شوی دی.

د مونسن روغتیايي مرکز د شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې وویل: "موږ تاییدولی شو چې د ټراورس ښار کې د برید وروسته ۱۱ تنه ټپیان د درملنې په موخه دې مرکز ته راوړل شوي دي".

د میشیګان ایالت پولیسو وویل چې چارواکي د ټراورس ښار په والمارټ پلورنځي کې د " د چړې د برید " په اړه پلټنه کوي.

پولیسو زیاته کړه: "شکمن کس په توقیف کې دی، جزئیات دا مهال محدود دي."

د میشیګان  ایالت والي ګریچین ویټمر وویل چې هغه د پیښې په اړه د تازه معلوماتو لپاره د پولیسو  سره په تماس کې ده.

"زه د ټراورس ښار څخه د وحشتناک خبرونو په اړه د قانون پولیسو سره  په تماس کې یم. زموږ زړونه  د قربانیانو او د تاوتریخوالي له دې ظالمانه عمل څخه ځوریدونکي ټولنې سره دي،"

ایالت والي ویلي دي چې "زه د لومړي ځواب ویونکو څخه مننه کوم چې د شکمن کس د نیولو لپاره یې چټک غبرګون وښود."

هغې وروسته وویل چې هغه به د وضعیت څارنه ته دوام ورکړي.

ټراورس ښار د میشیګان جهيل او نورو لویو جهيلونو ته د نږدېوالي له امله د ګرځندویانو یو مشهور ځای دی.

وپلټۍ
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي
روسیه وايي چې ۱۳۰۰ اوکرایني ډرونونه یې غورځولي دي، چې سلګونو یې د مسکو پر لور روانې وې
امریکا منځني ختیځ کې دریمه الوتکې وړونکې بیړنۍ واستوله
په غزه کې  د کنډوالو له منځه د راویستل شویو ۷۰ تنو فلسطینیانو جنازې خاورو ته وسپارل شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په بدخشان کې د سروزرو د کان دوه تنه کانکیدونکي مړه او ګڼشمیر نور ټپیان شوي
د سوریې پلازمېنه دمشق د موټر بم مرګونې چاودنې ولړزوله.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
حماس په غزه کې د سیلابونو له امله د نړۍوال بیړني اقدام غوښتنه وکړه.
زیلینسکي خبرداری ورکړی چې د امریکا او روسیې امنیتي خبرې کولی شي ناټو کمزورې او اروپا وګواښي .
ټرمپ، شي جینپینګ او پوتین به په چین کې خپله لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وکړي.
په استانبول کې د مشرانو تر لیدنې وروسته د تورکیې او قطر مهم دفاعي تړون لاسلیک کړ .
د مهمو خبرونو غورچاڼ