سیاست
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ د یو نوي اقدام سره په امریکا کې میشتو قانوني مهاجرینو باندې هم ځیني عامه ګټو پروګرامونه ودرول
د ټرمپ حکومت د فدرالي قانون د تفسیر په پراخولو سره  په امریکا کې په قانوني توګه میشتو مهاجرینو لپاره  هم د عامه ګټو پروګرامونو ته لاسرسی محدود کړ.
ټرمپ د یو نوي اقدام سره په امریکا کې میشتو قانوني مهاجرینو باندې هم ځیني عامه ګټو پروګرامونه ودرول
/ Reuters

د ټرمپ حکومت د فدرالي قانون د تفسیر په پراخولو سره  په امریکا کې په قانوني توګه میشتو مهاجرینو لپاره  هم د عامه ګټو پروګرامونو ته لاسرسی محدود کړ.

د امریکا متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدماتو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دوی د لسیزو پخوانۍ پالیسیو په لغوه کولو سره  "فدرالي عامه ګټې" پروګرامونه محدود کړي ، او ۱۳ نوي کټګوریو په اضافه کولو سره محدودو ګټګوریو شمیر ۴۴ ته  لوړ کړی دی.

په دې نویو شامل شویو پروګرامونو کې هیډ سټارټ، د نشه یي توکو د رغونې خدمات، د کورنۍ پلان جوړونې لپاره ټایټل ایکس، د روغتیايي کارکوونکو مرستې، او د بې کوره خلکو لپاره د مرستې پروګرامونه شامل دي.

د روغتیا او بشري خدماتو وزیر، رابرټ ایف کینیډي جونیئر (RFK Jr)، د دې بدلونونو ملاتړ وکړ او ویې ویل: "ډېر وخت وشو چې حکومت د امریکایانو د سخت کار له مالیاتو څخه د غیر قانوني مهاجرت هڅولو لپاره کار اخیستی دی."

دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غیر قانوني مهاجرت پر وړاندې د پراخې مبارزې یوه برخه ده.

سره له دې چې اداره وايي دا اقدامات د هغو کسانو لپاره دي چې په غیر قانوني توګه په هېواد کې میشت دي، خو ځینې اقداماتو دایمي اوسېدونکي او نور قانوني اوسېدونکي هم اغېزمن کړي دي.

د قانون له مخې، ډېری مهاجرین لا دمخه د فدرالي ګټو لکه میډیکېډ او ټولنیز امنیت لپاره وړ نه دي. د ۱۹۹۶ کال د شخصي مسؤلیت او د کار فرصت بیا رغونې قانون د قانوني دایمي اوسېدونکو لپاره په ډېرو ګټو پنځه کلن بندیز ولګاوه او نور یې په بشپړ ډول منع کړل.

قانون دا فدرالي ادارو ته پرېښوده چې معلومه کړي چې کوم پروګرامونه "فدرالي عامه ګټې" ګڼل کېږي تعریف کړي. د روغتیا او بشري خدماتو وزارت په ۱۹۹۸ کال کې یو تفسیر خپور کړی و چې ۳۱ پروګرامونه یې لیست کړي وو.

اوس دغه وزارت وايي چې دغه لارښوونه په ناسم ډول ځینې هغه مهاجرینو ته لاسرسی ورکړی و چې قانوني وړتیا یې نه درلوده.

نوی تفسیر به د فدرالي ثبت په خپرېدو سره نافذ شي، چې د ۳۰ ورځو لپاره به د عامه نظر ورکولو موده ولري. د روغتیا او بشري خدماتو وزارت وویل چې نوی لیست بشپړ نه دی او د اغېزمنو پروګرامونو لپاره به نورې لارښوونې هم خپرې شي.

وپلټۍ
د امریکا یوې محکمې د ماهرو کارګرانو د ویزې غوښتنلیکونو لپاره د ټرمپ ادارې ۱۰۰،۰۰۰ ډالري فیس لغوه کړ.
د هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي پوځ یوه اپاچي چورلکه غورځېدلې؛ ټرمپ وايي پیلوټان "ښه" دي
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
حوثیانو په سره سمندرګي کې پر اسرائیلو د کښتۍ چلولو د بشپړ بندیز ګواښ وکړ
په امریکا کې د انګلستان د نړیوال جام تمریناتي کمپ ته نږدې په ډزو کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
د توغندیزو بریدونو په زیاتېدو سره د ایران او اسرائیلو ترمنځ یوځل بیا نښته پيل شوه.
اسرائیلو پر ټول ایران هوايي بریدونه پیل کړل؛ د منځني ختیځ جګړه یو ځل بیا توده شوه
اروپایي ټولنې په لبنان کې یونيفیل د یو بل سرتېري له وژل کېدو وروسته د 'بشپړ حساب ورکولو' غوښته وکړه
په مرکزي اسرائیل کې ډزو یو تن وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي
اوربند سره سره  د اسرائیل پوځ د لبنان پر پلازمېنه هوايي بریدونه وکړل
تایوان چین د پراټاس ټاپوګانو ته نږدې په همغږو عملیاتو تورن کړ