سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د اوکراین ولسمشر په استانبول کې د سولې د خبرو د بیا پیلولو په اړه د روسیې د ولسمشر وړاندیز قبول کړ
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې هغه به د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې  شخصآ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  انتظار وکړي. زیلینسکی دا څرګندونې لنډه موده مخکې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا  اوکراین ته د استانبول د بهیر د بیا ژوندي کولو
د اوکراین ولسمشر په استانبول کې د سولې د خبرو د بیا پیلولو په اړه د روسیې د ولسمشر وړاندیز قبول کړ
/ AA

زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په "ایکس" له لارې په کړو څرګندونو کې وویل چې  "موږ د سبا څخه د بشپړ او دوامداره اوربند تمه لرو، ترڅو د ډیپلوماسۍ لپاره اړین بنسټ برابر شي.

"د وژنو اوږدولو ته هېڅ اړتیا نشته. او زه به د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې د پوتین انتظار وکړم. شخصآ زه پخپله. زه هیله لرم چې دا ځل روسان به د بهانو په لټه کې نه وي."

د هغه څرګندونې لږ وروسته له هغې وشوې چې پوتین اعلان وکړ چې روسیه چمتو ده چې د مې په ۱۵مه په استانبول کې له اوکراین سره مستقیمې خبرې بیا پیل کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د یکشنبې په ورځ په "ایکس" کې په یوه پوسټ کې له اوکراین څخه وغوښتل چې دغه وړاندیز ومني.

"د روسیې ولسمشر پوتین نه غواړي له اوکراین سره د اوربند تړون وکړي، بلکې غواړي د پنجشنبې په ورځ په تورکیه کې د وینې توییدنې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي. اوکراین باید سمدستي دې ته غاړه کېږدي... زه اوس شک لرم چې اوکراین به له پوتین سره تړون وکړي، څوک چې د دویمې نړیوالې جګړې د بریا په جشن لګیا دی... خبرې وکړئ، اوس!!!"

تورکیې د پوتین د  وړاندیز  هرکلی وکړ

پوتین په مسکو کې یوې خبري غونډې ته وویل چې هغه به د دوشنبې په ورځ د تورکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره ټیلیفوني خبرې وکړي ترڅو په رسمي ډول د خبرو کوربه توب لپاره د تورکیې ملاتړ وغواړي.

پوتین زیاته کړه: "روسیه چمتو ده چې پرته له کومو شرطونو خبرې وکړي."

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو د بیا پیل په اړه د پوتین د څرګندونو هرکلی وکړ، ویې ویل چې هغه خوښ دی چې پوتین د ۲۰۲۲ کال له ځایه د خبرو د دوام ملاتړ کوي.

اردوغان بیا تایید کړه چې تورکیه چمتو ده چې د یوې دوامداره حل لارې د موندلو لپاره خبرې کوربه توب وکړي.

تورکیې مخکې د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د خبرو یوه لړۍ کوربه توب کړی و – چې د جګړې له پیل وروسته ترسره شوې وې – ترڅو د وسله والې شخړې د پای ته رسولو لپاره ګډه لاره وموندل شي، خو د جګړې د حل لپاره کومه موافقه ونه شوه، چې اوس یې څلورم کال دی.

اردوغان، چې د شخړې د حل لپاره اوږدمهاله هڅې کوي، په وار وار وړاندیز کړی چې تورکیه دې د سولې خبرو کوربه توب وکړي او هر هغه څه وکړي چې د حل لپاره اړین وي.

تورکیه دا ځانګړتیا لري چې له دواړو هېوادونو، روسیې او اوکراین سره ښې اړیکې لري.

 

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ