افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
د اروپا-مدیترانې د زلزلې پیژندنې مرکز (EMSC) ویلي چې یوې زورورې زلزلې د افغانستان د هندوکش سیمه ځپلې ده؛ د دې زلزلې ټکانونه له کابل څخه نیولې تر ګاونډي پاکستان او د هند تر ادارې لاندې کشمیر پورې احساس شوي دي.
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول
افغانستان او پاکستان زورورې زلزلې ولړزول

اوسېدونکو ویلي چې د شنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې خلک په وېره کې له خپلو کورونو بهر راوتلي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د افغانستان په هندوکش سیمه کې و.

دا زلزله په اسلام اباد، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې احساس شوې ده. همدارنګه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې هم ټکانونه احساس شوي دي.

تر اوسه د مرګ ژوبلې کوم سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.

د سوات یوه اوسېدونکي وویل: "زلزله دلته ډېره زوروره وه او تر ډېر وخته یې دوام وکړ." هغه زیاته کړه: "خلک له خپلو کورونو راووتل، او ښځې او ماشومان په وېره کې په ژړا لیدل کېدل."

د اروپا-مدیترانې د مرکز (EMSC) د معلوماتو له مخې، د ۶ درجې په شدت دا زلزله په ۱۰۰ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

بلخوا، د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې  بیا د زلزلې شدت ۶.۱ درجې ښودلی دی.

د  اروپا-مدیترانې د مرکز په وینا، د شنبې په ورځ په پاکستان کې تر دې وړاندې د ۵.۴ درجې یوه بله زلزله هم شوې وه.

د ویلو ده چې دې زلزلې د افغانستان  د مزار شریف  او بدخشان ولایتونه او دې ولایتونو ته نږدې پرتې د تاجکستان او پاکستان ځینې سیمې هم لړزولي دي.

ویل کیږي زلزلې د افغانستان د ننګرهار او خوست ولایتونه هم لړزولي دي.

په زلزلو کې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.

 

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه