نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان د هند بریدونو ته د ورته بریدونو سره د ځواب ورکولو ژمنه وکړه
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند برید "بې پروایي" او "بزدلانه" وباله او ویې ویل چې "دا وحشیانه عمل به بې ځوابه پاتې نه شي."
پاکستان د هند بریدونو ته د ورته بریدونو سره د ځواب ورکولو ژمنه وکړه
/ Reuters

په پاکستان کې د هند د هوايي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي دي. دا خبره پاکستاني مقاماتو کړې ده . د بله پلوه  اسلام آباد خبرداری ورکړ چې دواړه اټومي وسلو لرونکي ګاونډیان د پراخې جګړې پر لور روان دي.

نوي ډیلي وویل چې دا بریدونه د "ترهګرو کمپونو" په نښه کولو لپاره ترسره شوي، چې د اپرېل په ۲۲مه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د خونړي برید وروسته ترسره شول، خو اسلام آباد وویل چې ملکي سیمې بمبار شوې، چې له امله یې ۲۶ څخه زیات کسان وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان همدارنګه ادعا کړې چې د دې بریدونو په ځواب کې یې پنځه هندي جنګي الوتکې غورځولې دي. په ورته وخت کې، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ځايي چارواکو ویلي چې درې جنګي الوتکې غورځېدلې دي، خو نوي ډیلي په دې اړه رسمي تبصره نه ده کړې.

د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره، هند او پاکستان د خپلې لانجمنې پولې په اوږدو کې درانه توپچي بریدونه تبادله کړي دي. دواړو خواوو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو راپورونه ورکړل شوي دي. هند وویل چې د پاکستاني توپچي بریدونو له امله درې ملکي وګړي د کشمیر په سرحدي سیمه کې وژل شوي دي.

اسلام آباد مخکې راپور ورکړی و چې په بریدونو کې اته ملکي وګړي، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي. د فرانس پریس خبریالانو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او پنجاب کې د څو درنو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

په مظفرآباد کې، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر مرکزي ښار دی، پوځ د یوې جومات شاوخوا سړکونه تړلي و، چې اسلام آباد ویلي و د برید هدف و. د څو کورونو په دیوالونو کې د چاودنو نښې لیدل کېدې.

له دې لږ وروسته، د هند پوځ پاکستان د کنټرول کرښې  په اوږدو کې په "بې توپیره" ډزو تورن کړ، چې د فرانس پریس خبریالانو د مرمیو د لګېدو سره د اور لمبې ولیدلې. "درې بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي،" د هند پوځ وویل، او زیاته یې کړه چې دوی په "متناسب ډول" ځواب ورکوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند برید "بې پروایي" او "بزدلانه" وباله او ویې ویل چې "دا وحشیانه عمل به بې ځوابه پاتې نه شي."

بهرنیو ډیپلوماتانو د دواړو هیوادونو پر مشرانو فشار راوړی چې د جګړې څخه لاس واخلي . چین د پاکستان پر وړاندې د هند بریدونو ته د خواشینۍ او اندېښنې څرګندونه وکړه او دواړه خواوې یې د زغم ښودلو ته وهڅولې.

د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتریش ویاند، سټیفان دوجاریک، په یوه بیان کې وویل: "نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه نشي زغملی." هغه زیاته کړه چې ګوتریش د "اعظمي زغم" غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې هیله لري جګړه "ډېر ژر پای ته ورسېږي." د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بریدونو وروسته د نوي ډیلي او اسلام آباد له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

هند د چهارشنبې په ورځ د ملکي دفاع څو تمرینونه ترسره کول پلان کړي و، په داسې حال کې چې د پاکستان په پنجاب کې ښوونځي تړل شوي و. دا خبره  د ځايي حکومت چارواکو کړې ده.

دغه بریدونه یوازې څو ساعته وروسته له هغه ترسره شول چې هند لومړي وزیر مودي وویل د هند له پولو څخه به پر پاکستان اوبه بندې شي. پاکستان خبرداری ورکړی و چې د هغو سیندونو سره لاس وهنه چې له هند څخه د دې خاورې ته بهېږي، به د "جګړې عمل" وګڼل شي.

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی