نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ډونالډ ټرمپ پخپله ټولنیزه پاڼه کې په یوه پوسټ کې د سولې د بورډ لخوا د یوې مهمې هوکړې اعلان وکړ. ټرمپ ولیکل: "نن د سولې بورډ د حماس او په غزه کې د نورو ټولو وسله والو ډلو لخوا په بشپړه توګه د وسلو پرمځکه د  اېښودلو یوه تاریخي هوکړه وکړه."
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی

حماس او د اسلامي جهاد غورځنګ اعلان وکړ چې د دغې هوکړې په اړه ځیني (اندېښنې) لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبر ورکړ چې د "سولې بورډ" په غزه کې د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو په اړه یوې "تاریخي" هوکړې ته رسېدلی او د بې وسلې کولو له بشپړېدو وروسته به اسرائیل له غزې څخه ووزي.

ډونالډ ټرمپ پخپله ټولنیزه پاڼه کې په یوه پوسټ کې د سولې د بورډ لخوا د یوې مهمې هوکړې اعلان وکړ. ټرمپ ولیکل: "نن د سولې بورډ د حماس او په غزه کې د نورو ټولو وسله والو ډلو لخوا په بشپړه توګه د وسلو پرمځکه د  اېښودلو یوه تاریخي هوکړه وکړه."

په غزه کې د نسل وژنې کوونکو اسرائیلي ځواکونو د وتلو په اړه ټرمپ داسې وویل:
"لکه څنګه چې بې وسلې کول بشپړیږي، اسرائیلي ځواکونه به له سیمې ووزي او یو 'نړیوال ثبات ځواک' به د فلسطین د نوي پولیس ځواک سره یوځای کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې غزه د خپلو اوسیدونکو او ګاونډیانو لپاره خوندي ده."

له تورکیې، قطر او مصر څخه مننه
ټرمپ په دې پروسه کې د منځګړیتوب د رول له امله له تورکیې، قطر او مصر څخه مننه وکړه او ویې ویل: "موږ تاریخي پرمختګ کړی دی، خو لا هم ډیر کار ته اړتیا ده." نوموړي ټینګار وکړ چې یاده هوکړه د یوه نوي فلسطیني حکومت لخوا د غزې د ادارې لپاره یو مهم ګام دی او دا پروسه په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره تاریخي اهمیت لري.

د حماس د مذاکراتي پلاوي غړی غازي حمد: "تر هغه چې اسرائیل خپلې ژمنې پوره نه کړي، موږ به هیڅ ګام پورته نه کړو"
بلخوا، د حماس د مذاکراتي ټیم غړي غازي حمد وویل چې که اسرائیل د هوکړې په اړه خپلې ژمنې پوره نه کړي، دوی به هم د مقاومت د وسلو اېښودلو د طرحې په اړه "هیڅ ګام" وانخلي. حمد له الجزیرې ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: "تر هغه چې اشغالګر ځواکونه (اسرائیل) په تړون کې خپلې ژمنې په بشپړه توګه پوره نه کړي، موږ به د مقاومت د وسلو په اړه هیڅ اقدام ونه کړو." هغه زیاته کړه چې د وسلو موضوع په یوازې ځان نه شي څېړل کېدای، بلکې دا له غزې څخه د اسرائیلو له وتلو او د سیمې له بیارغونې سره مستقیمه اړیکه لري.

د اسلامي جهاد غورځنګ: د هوکړې په اړه خبرونه سم نه دي
د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ بیا وویل چې په رسنیو کې د "فلسطیني ډلو او اسرائیلو ترمنځ د هوکړې" په اړه خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري او دوی په اوسني شکل دغې طرحې په اړه ځیني اندیښنې لري. د اسلامي جهاد غورځنګ د ویاند لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: "په رسنیو کې د فلسطیني ډلو او دښمن (اسرائیلو) ترمنځ د هوکړې په اړه خپاره شوي معلومات دقیق نه دي. موږ په اوسني بڼه پر دې اعتراض لرو."

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ