افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
په پاکستان کې د یو لړ بریدونو وروسته، نوموړي هیواد ادعا کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په مرکزونو  دقیق هوايي او مځکني  بریدونه  کړي ، خو افغانستان لورې بیا ویلي دي چې پدې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي
پاکستان وايي د افغانستان دننه  د ترهګرو ډلو پر اهدافو يي بریدونه کړي، ۲۹ کسان وژل شوي

پاکستان ادعا کوي چې د افغانستان  په ختیځ کې د وسله والو په پټنځایونو هوایي بریدونه او ځمکني بریدونه کړي دي. پاکستان ویلي چې دا بریدونه په دغه هېواد کې دننه د یو لړ خونړیو بریدونو په ځواب کې شوي او په پایله کې یې ۲۹ ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د  اطلاعاتو وزیر عطاء الله تارړ ویلي: " د افغانستان په پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې درې هدفونه د دقیقو بریدونو په ترڅ کې ویجاړ شوي دي."

د تارړ په وینا، دا بریدونه د پراخو عملیاتو برخه وه چې د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات هم پکې شامل وو.

هغه وویل چې په دغو بریدونو کې 'جماعت الاحرار' ډله په نښه شوې، چې یوه ترهګره ډله ده او ډېری وخت له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړاو لري.

تارړ زیاته کړه چې دا تېره شپه عملیات د هغه برید په ځواب کې پیل شوي چې د شنبې په ورځ د پاکستان په  کراچۍ ښار پر امنیتي ځواکونو شوي وو، او همدارنګه په سرحدي ولایتونو کې د وروستیو تاوتریخوالو په غبرګون کې ترسره شول.

سرحدي عملیات
د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د چارواکو له قوله ویلي، د یکشنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ورپسې د وسله والو پر پټنځایونو "دقیق بریدونه" شوي او ۲۹ ترهګر پکې وژل شوي دي.

خو افغانستان لوري بیا د پاکستان ادعا په کلکه توګه رد کړې او ویلي دي چې پدې بریدونو کې ملکي وګړي په نښه شوي دي. افغانستان ویلي دي چې پاکستان په خپل هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې توان د لاسه ورکړی او ترهګرو پر ځای چې اصلي مرکزونه يي پدې هیواد کې دي په بې ګناه ملکي وګړو بریدونه کوي.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان له لوري د افغانستان په خاوره دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي .

افغانستان چارواکو پدې بریدونو کې د ۳۶ تنو بې ګناه او ملکي وګړو د وژل کیدو او ۱۶۳ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې یو لړ هوایي بریدونه کړي، چې یو یې د روانې میاشتې په پیل کې و.

د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پوله د تېر اکتوبر میاشتې راهیسې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته تر ډېره بنده پاتې ده، چې له امله یې دوه اړخیزه سوداګري په ټپه درېدلې ده.

وپلټۍ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد
ټرمپ د امریکا د منځمهاله ټاکنو څخه مخکې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام پلان لري
حماس د غزې په روغتون کې د پوځي فعالیت په اړه د اسرائیلو ادعاوې رد کړې
هند د سټارلېنک د بندېدو په اړه د ماسک له ادعاوو وروسته د سپوږمکيز انټرنېټ پر مقرراتو رڼا واچوله
جرمني د استخباراتو پخوانی رئيس د ماشومانو تښتونه کې له اسرائیل سره د تړاو له امله تر څېړنو لاندې دی
ایران ویلي د جګړې د پای ته رسولو په پار د امریکا طرحو ته ځواب به د منځګړو له لارې واستول شي.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان او پوتین په ټیلیفوني خبرو کې په تور سمندرګي کې د امنیت او د روسیې-اوکراین د اړیکو په اړه خبر
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس وايي، ایران باید د جګړې پای ته رسولو لپاره د یورانیمو غني کول کم کړي
میسي د په زړه پورې لوبې وروسته له  اوښکو ډکو سترګو سره د ارجنټاین د ملي لوبډلې سره مخه ښه وکړه
هند د ټاکنو اړوند پراخو لاریونونو په ترڅ کې د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي ونیوه
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي پر هوايي ډګرونو او پوځي اډو یې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي
څو مهم لنډ خبرونه