ایلون مسک د ټرمپ پر کړنو د نیوکې سره په هیواد کې د نوي سیاسي ګوند د جوړولو غوښتنه وکړه

مسک د دوشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم "ایکس" کې ولیکل: "دا ښکاره ده... چې موږ په یو ګوندي هېواد کې ژوند کوو – د خوګانو ګوند!! اوس د داسې نوي سیاسي ګوند جوړولو وخت دی چې په واقعیت سره خلکو ته اهمیت ورکوي."

/ Reuters

امریکايي میلیاردر سوداګر ایلان مسک د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندیز شوې لګښتونو قانون په اړه د نیوکو کچه نوره هم لوړه کړه او خبرداری ورکړی چې هېواد د نه زغمل کېدونکي پور پر لور روان دی . هغه د نوي سیاسي ګوند د جوړولو وړاندیز وکړ.

مسک د دوشنبې په ورځ په خپل ټولنیز پلیټفارم "ایکس" کې ولیکل: "دا ښکاره ده... چې موږ په یو ګوندي هېواد کې ژوند کوو – د خوګانو ګوند!! اوس د داسې نوي سیاسي ګوند جوړولو وخت دی چې په واقعیت سره خلکو ته اهمیت ورکوي."

د ټیسلا او سپیس ایکس مشر دا څرګندونې د هغه قانون په اړه وکړې چې د فدرالي پور حد پنځه ټریلیونه ډالرو ته  لوړوي – مسک د ټرمپ ددې اقدام نه  "لیونۍ لګښتونه" په توګه یادونه وکړه.

مسک په پرله‌پسې ډول د مالي مسوولیت په اړه د دواړو ګوندونو د بې‌پروايۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د روانې میاشتې په پیل کې، هغه په ښکاره ډول د ټرمپ سره د دې قانون په اړه مخالفت وکړ، که څه هم وروسته یې خپل دریځ نرم کړ، خو دا شخړه د سیاسي مشرانو او د هېواد د مشهورو سوداګرو ترمنځ ژورې ستونزې په ډاګه کوي.

د مسک د لومړنۍ نیوکې وروسته، د ټیسلا ونډو په بازار کې د پام وړ زیان ولید، چې شرکت شاوخوا ۱۵۰ میلیارده ډالره ارزښت له لاسه ورکړ. که څه هم د ونډو ارزښت وروسته بېرته ښه شو، خو دا پېښه وښوده چې د سیاستوالو او سوداګرو ترمنځ عامه شخړې بازارونو ته څومره حساسیت لري.

د مسک څرګندونې په داسې وخت کې کیږي چې په واشنګټن کې د ملي پور د زیاتېدو په اړه بحثونه زیات شوي دي، او دا ښايي د سیلیکون ویلي د شخصیتونو ترمنځ د دواړو لویو ګوندونو څخه پراخ ناهیلۍ ته اشاره وکړي.

مسک خبرداری ورکړ چې که دا "لیونۍ لګښتونو قانون" تصویب شي، نو د "امریکا ګوند" به په سبا ورځ جوړ شي.

هغه ولیکل: "زموږ هېواد داسې بدیل ته اړتیا لري چې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د یوګوندیز نظام پر ځای د خلکو ریښتینی غږ وي."

د امریکا سیاسي نظام د اوږدې مودې راهیسې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې دی، چې د نورو سیاسي ګوندونو لپاره یې د دوامداره پرمختګ زمینه ډېره ستونزمنه کړې ده. که څه هم د امریکا اساسي قانون د نویو سیاسي ګوندونو جوړولو مخه نه نیسي، خو د دې هېواد سیاسي جوړښت د لویو ګوندونو په ګټه دی.