سیاست
3 د لوستلو دقیقې
وینزویلا ولسمشر مادورو د امریکا پر خلکو غږ وکړ"ایا تاسې په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه لیدل غواړۍ؟
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په کارابین سیمه کې د امریکا د پوځي خوځښتونو په اړه د امریکا خلکو ته په خطاب کې وپوښتل: "ایا په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه غواړئ؟"
وینزویلا ولسمشر مادورو د امریکا پر خلکو غږ وکړ"ایا تاسې په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه لیدل غواړۍ؟
وینزویلا ولسمشر مادورو د امریکا پر خلکو غږ وکړ"ایا تاسې په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه لیدل غواړۍ؟ / AP

د وینزویلا ولسمشر مادورو د امریکا پر خلکو غږ وکړ: "ایا په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه غواړئ؟"

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو په کارابین سیمه کې د امریکا د پوځي خوځښتونو په اړه د امریکا خلکو ته په خطاب کې وپوښتل: "ایا په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه غواړئ؟"

مادورو، چې په پلازمېنه کاراکاس کې د نړیوالو حقوقپوهانو په یوه غونډه کې یې ګډون کړی و، د امریکا خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړ چې په غزه کې روان وضعیت د هغه په هېواد کې هم پېښېدای شي.

مادورو امریکا ته په اشارې وویل: "زه د امریکا پر خلکو غږ کوم، انسانیت لا دمخه په غزه کې د نسل وژنې له امله کافي کړاو ګالي. نږدې هېڅ داسې ملت نه دی پاتې چې په غزه کې روان وضعیت نسل وژنه ونه ګڼي. د امریکا په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې نظرپوښتنې ښيي چې په ځانګړې توګه ځوانان په غزه کې پېښې نسل وژنه ګڼي. دوی هره ورځ اوربند ماتوي او بریدونه کوي. د صهیونیسټي اسرائیلي دولت د جنګي الوتکو د بمباریو له امله فلسطیني ماشومان او ښځې وژل شوي دي. دا یو حقیقت دی. ایا تاسو په جنوبي امریکا کې یوه نوې غزه غواړئ؟"

مادورو ادعا وکړه چې امریکا یوازې وینزویلا نه په نښه کوي، بلکې واشنګټن د ټولې لاتینې امریکا او په پایله کې د انسانیت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

مادورو د امریکا پخوانیو یرغلونو ته په اشارې سره وویل:
"زه له امریکایي خلکو پوښتنه کوم، تاسو دا وضعیت څنګه ارزوئ؟ ایا یوه نوې افغانستان غواړئ؟ ایا یو نوی ویتنام غواړئ؟ ایا غواړئ چې د لیبیا پېښه بیا تکرار شي؟ یا له غزې څخه بدتره سناریو غواړئ؟ موږ غواړو چې تاسو دې ته نه ووایاست. دلته به نړیوال قانون بریالی شي، سوله به بریالۍ شي. او زموږ خلک به خپل ثبات، حاکمیت او د شتون حق وساتي."

په سالون کې حاضرو کسانو د ولسمشر مادورو خبرې د اوږدې مودې لپاره په ولاړه وستایلې او چکچکې یې ورته وکړې.

- په کارابین کې خوځښتونه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه پخواني فرمان له مخې، د لاتینې امریکا د نشه یي توکو له کارټلونو سره د مبارزې په پلمه د پوځ د لا ډېرې او اغېزناکې کارونې امر کړی و.

دې لړ کې امریکا د اګست په وروستیو کې د وینزویلا سواحلو ته یوه سمندري قوه، چې پکې اوبتلونه او جنګي بېړۍ شاملې وې، ولېږله. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت هم ویلي وو چې د امریکا پوځ په وینزویلا کې د رژیم د بدلون په ګډون هر ډول عملیاتو ته چمتو دی.

د دې په ځواب کې، د وینزویلا ولسمشر مادورو اعلان وکړ چې په هېواد کې یې ۴.۵ میلیونه ملېشه ځواکونه بسیج کړي او هر ډول برید ته ځواب ویلو ته چمتو دي.

د وینزویلا په سواحلو کې د نشه یي توکو د قاچاق په پلمه د امریکا له خوا د ځینو کښتیو په نښه کولو د وینزویلا د حکومت او نړیوالې ټولنې غبرګونونه را وپارول او دا بریدونه "له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې" وبلل شول.

ویل شوي چې د نړۍ تر ټولو لویه الوتکه‌وړونکې بېړۍ "USS Gerald R. Ford" او ورسره مل جنګي ډله، چې امریکا د "نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې" په پلمه لېږلې، د لاتینې امریکا سیمې ته رسېدلې ده.

 

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه