تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
اردوغان : د اسرائیلو اقدامات سیمه د تباهۍ لوري ته بیايي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اسرائیل منځنی ختیځ د یوې پراخې بحران خوا ته بیايي. هغه خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو مشرتابه د برترۍ (غوره والي) په احساس سره په ټوله سیمه کې پوځي عملیات پراخوي.
اردوغان : د اسرائیلو اقدامات سیمه د تباهۍ لوري ته بیايي
اردوغان : د اسرائیلو اقدامات سیمه د تباهۍ لوري ته بیايي / AA

د تورکیې ولسمشر په منځني ختیځ کې د بریدونو پراخېدل وغندل او د بشري او مذهبي کړکېچونو د زیاتېدو خبرداری یې ورکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اسرائیل منځنی ختیځ د یوې پراخې بحران خوا ته بیايي. هغه خبرداری ورکړ چې د اسرائیلو مشرتابه د برترۍ (غوره والي) په احساس سره په ټوله سیمه کې پوځي عملیات پراخوي.

اردوغان د سه شنبې په ورځ په انقره کې د روژه ماتي (افطار) په یوې غونډه کې د وینا پر مهال، وویل چې د اسرائیلو اقدامات  له غزې تر یمن، لبنان او په دې وروستیو کې ایران پورې له امنیتي اندېښنو هاخوا دي او سیمه د ژورې بې ثباتۍ له خطر سره مخ کوي.

هغه وویل: "اسرائیل د یوې داسې شبکې لخوا رهبري کېږي چې ځان له نورو غوره ګڼي او سیمه ګام په ګام د تباهۍ په لور بیايي."

نوموړي زیاته کړه: "بې ګناه ماشومان په خپلو ټولګیو کې په بې رحمانه ډول وژل کېږي. خلک اړ ایستل کېږي چې هغه ځمکې پرېږدي چې له پېړیو راهیسې په کې اوسېدلي دي."

پر الاقصی جومات محدودیتونه

اردوغان همدارنګه پر الاقصی جومات د لاسرسي محدودیتونه وغندل او ویې ویل چې دا جومات له دوو اونیو راهیسې د مسلمانو لمونځ کوونکو پر مخ تړل شوی دی. هغه دا کار د مذهبي حقونو سرغړونه او په یو دمګړني حساس وضعیت کې پاروونکی عمل وباله.

هغه پر زیاتېدونکي بشري زیان ټینګار وکړ او د جګړې په سیمو کې یې ملکي تلفاتو او د خلکو بې ځایه کېدو ته اشاره وکړه.

هغه وویل: "بې ګناه ماشومان په داسې حال کې په بې رحمانه ډول قتل عام کېږي چې په خپلو ښوونځیو کې په درسونو بوخت وي. خلک له هغو سیمو تېښتې ته اړ کېږي چې له پېړیو راهیسې یې په کې ژوند کړی."

تورکیه د اسرائیلو پر پوځي عملیاتو په خپلو نیوکو کې ورځ تر بلې غښتلې شوې ده او ځان یې د یوې مخکښې سیمه ییزې غږ په توګه مطرح کړی چې د جګړې د لا پراخېدو په اړه خبرداری ورکوي.

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو