لیدلوری
سیاست
6 د لوستلو دقیقې
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
په رومانیا کې د ټاکنو د لغوه کیدو او د یوه ملتپال مشر د پیاوړتیا وروسته، د لویدیځ نفوذ او د خلکو له خوا د حاکمیت غوښتنې تر منځ له قطبي پوښتنو سره مخ ده.
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
/ AFP
19 فبروري 2025

شنونکي خبرداری ورکوي چې د خپلواکو غږونو له منځه وړل کیدای شي د خلکو نارضایتي نوره هم ژوره کړي.

رومانیا د نوامبر ۲۴مې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو له لغوه کیدو وروسته د سیاسي توفان په مرکز بدل شو. خپلواک ملتپال نوماند کالین جورجسکو د رایو ۲۲.۹۴٪ په ترلاسه کولو سره په مخکښو کې و.

تمه کیده چې جورجسکو به د ډسمبر په ۸مه په دویم پړاو کې د اصلاح غوښتونکي سیو رومانیا یونین د  ګوند له  نوماندې الینا لاسکوني سره مخامخ شي؛ خو د لغوه کیدو له امله دا ټاکنې ونه شوې.

د رومانیا د اساسي قانون محکمې  د روسیې د مداخلې او بې نظمیو په دلیل د نوامبر ۲۴مې د ټاکنو پایلې لغوه کړې، چې هیواد یې سیاسي ناڅرګندتیا ته ورټیل واهه.

دې پریکړې عامه افکار قطبي کړل او په دې ختیځ اروپایي هیواد کې یې د دیموکراسۍ د وضعیت او د لویدیځ د نفوذ په اړه بحثونه راوپارول.

د بخارست پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي استاد الکساندرا-الینا یانکو ټي آر ټي ورلډ ته وویل "د بخارست په څیر لویو ښارونو کې، د دویم پړاو ټاکنو په درشل کې د زیاتیدونکي تشنج له امله د ټاکنو لغوه کیدل د یوه آرامښت په توګه لیدل کیږي. خو په ژوره کتنه، د [کالین جورجسکو] د رایه ورکوونکو له خوا نارضایتي او د راتلونکي په اړه نامعلومتیا احساسیږي."

دا د ګډوډۍ احساس د رومانیا د اروپایي پالیسیو مرکز (CRPE) د پروګرام مشر الکساندرو دامیان له خوا هم څرګند شوی. دامیان فضا "متشنجه او نامعلومه" بولي، په داسې حال کې چې وایي د چارواکو له خوا د اړیکو نشتوالی د عامه خلکو نا هیلي زیاتوي.

"اوس، د جورجسکو ملاتړي له پریکړو نور هم خفه دي، په داسې حال کې چې د اروپا پلوه اړخ دې پریکړې ته په احتیاط ګوري" ..

د اساسي قانون محکمې د ټاکنو د لغوه کولو پریکړه په ټاکنیز بهیر کې د بهرنۍ مداخلې د شتون د ادعا په اړه په افشا شویو استخباراتي راپورونو ولاړه وه.

د دامیان په وینا، د لوړې دفاع شورا (CSAT) ځینې بې نظمۍ راڅرګندې کړې، د ناقانونه مالي مرستو او یوې ډیرې ښې تمویل شوې ټولنیزې رسنیو کمپاین په ګډون. د جورجسکو کمپ د دې تمویل سرچینه نشوای توضیح کولی.

کالین جورجسکو د کمپاین په جریان کې صفر لګښت راپور ورکړ، او په رومانیا کې د کمپاین د تمویل قوانین خورا سخت دي، نو دا په عملي توګه ناممکن و،"

یانکو زیاتوي چې په ځانګړي توګه په ټیک ټاک کې د جورجسکو کمپاین د پام وړ و: "CCR د ټاکنیز بهیر کې د یو بهرني حکومت مداخله او د [جورجسکو] د آنلاین کمپاین په اړه بې نظمۍ مستندوونکي افشا شوي استخباراتي راپورونه د دلیل په توګه وړاندې کړل."

د کالین جورجسکو میټیور ته ورته خیز

د جورجسکو په محبوبیت کې چټک زیاتوالی د رومانیا سیاسي نظم وښوراوه. جورجسکو چې یو وخت په سیاست کې یو نسبتاً نامعلوم شخصیت و، د اندیښمنو رایه ورکوونکو سره د هغوی د ستونزو په اړه د خبرو له لارې د یو پیژندل شوي نوم په توګه راڅرګند شو.

ځینې شنونکي دا خیز د هغه له خوا د عامو رومانیایانو د اندیښنو سره د مستقیمې اړیکې نیولو پایله بولي.

"خلک دا سړی په لیونۍ توګه معرفي کوي،" سیاسي شنونکی او د ډیپلوماسۍ سلاکار یوانا ګوموي له بخارست څخه TRT World ته وایي،  د جورجسکو محبوبیت په طبیعي توګه وده کړې، ځکه چې هغه د ځوانانو په بیکارۍ، د زده کړې په اصلاحاتو او سولې په څیر موضوعاتو تمرکز کړی.

ګوموي چ وایي جورجسکو "ریښتینی عامه ملاتړ" لري، د دې دلیل دا ګڼي چې هغه هغو ستونزو ته پام کوي چې د اصلي جریان سیاستوالو له پخوا راهیسې له پامه غورځولې دي.

"هغه د سولې، د ځوانانو د بیکارۍ، د ځوانو رومانیایانو د کډوالۍ، او د ښوونې او کرنې په سیستمونو کې د ناکامۍ په اړه خبرې کوي،" ګوموي وایي او ټینګار کوي چې دا موضوعات په یوه داسې هیواد کې چې د لسیزو سیاسي رکود څخه ستړی شوی، پراخه جذابیت لري.

"رومانیایان ستړي شوي دي،" ګوموي وایي. "له دیرشو کلونو څخه زیات وخت کیږي چې دیموکراسي شته خو هیڅ شی نه دی بدل شوی. جورجسکو د هغو موضوعاتو په اړه خبرې کوي چې خلکو ته مهمې دي."

که څه هم له کوم رسمي ګوند سره تړاو نه لري، جورجسکو په ځانګړي توګه د ټیک ټاک او نورو ډیجیټل پلیټفارمونو په کارولو سره د پام وړ عامه ملاتړ ترلاسه کړی. "هغه د رومانیا تر ټولو غوره انفلوینسر دی،".

راتلونکی لار: ایا جورجسکو به بیا نوماند شي؟

د رومانیا سیاسي راتلونکی د یو نوي حکومت جوړیدو او احتمالاً د ۲۰۲۵ کال د مارچ په میاشت کې د نویو ولسمشریزو ټاکنو مهال ویش پورې تړلی دی.

د اروپا پلوه ګوندونو تر منځ د ایتلافي حکومت جوړولو لپاره غیر رسمي خبرې روانې دي، خو په دې پروسه کې ډیرې ننګونې شته.

"که څه هم په پارلمان کې ګوندونه یوې هوکړې ته ورسیږي، د نوي ایتلاف د لوړې پارلماني ویشنې کچې او ایډیالوژیکي تنوع له امله به متلاطم وختونه وي،" یانکو خبرداری ورکوي.

"ټوله ټاکنیزه پروسه باید له سره پیل شي چې دا کیدای شي میاشتې وخت ونیسي،" ګوموي وایي او د راتلونکې پروسې څخه د جورجسکو د ایستلو د احتمالي هڅو په لور اشاره کوي.

احتمالاً موږ به نوي نوماندان وګورو او کیدای شي د جورجسکو نوماندي مخه ونیول شي. دوی به د هغه په وړاندې یو څه پیدا کړي، لکه څنګه چې دوی مخکې له یوې بلې نوماندې ډیانا یوانوویچي-شوشواکا سره وکړل. شوشواکا د (د روسیې پلوه نظریاتو د ادعا له امله) د ولسمشرۍ له سیالۍ څخه منع شوې وه،" دی تشریح کوي.

خو ګوموي خبرداری ورکړ چې د جورجسکو له سیالۍ ایستل کیدای شي د سیاسي جوړښت لپاره معکوسه پایله ولري.

"د جورجسکو د بیا نوماندۍ مخنیوی به د خلکو نهیلي نوره هم زیاته کړي. دا یوازې د هغه په اړه نه ده؛ دا د هغو لویو مسئلو په اړه ده چې هغه یې استازیتوب کوي. خلک غواړي چې غږ یې واوریدل شي او دوی به د بدلون غوښتنه پریږدي."

د جورجسکو مقبولیت د رومانیا د اروپایي اتحادیې او ناټو په چوکاټ کې د لارې په اړه ژورې نهیلۍ منعکسوي. که څه هم رومانیایان د اروپایي اتحادیې د غړیتوب له فرصتونو څخه قدرداني کوي، خو د درک شویو نابرابریو په اړه زیاتیدونکې نارضایتي شته.

د بیلګې په توګه، ګوموي د دولتي مرستو په نابرابریو، لکه اوکرایني کډوالو ته د لوړې مالي مرستې ورکولو ته اشاره وکړه.

"د نوي کال او کرسمس په راتلو سره، موږ ډیر زاړه خلک لرو چې په خپله دسترخوان خواړه نشي موندلی. داسې خلک شته چې درمل نشي اخیستلی،" دی وایي.

"زموږ هیواد باید لومړی خپلو خلکو ته پام وکړي."

وپلټۍ
ټرمپ ناټو له غړیو هیوادونو له روسیې څخه د تیلو په پیریدونکو هیوادونو د لوړو تعرفو لګولو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ  د جمعې په ورځ هغه پرېکړه لیک تصویب کړ، چې د نیویارک اعلامیه تاییدوي.
د فلسطین ولسمشر: د غزه جګړې وروسته په یوه کال کې انتخابات پلان شوي
د اسپانیا لومړي وزیر پیډرو سانچیز د دوشنبې په ورځ د اسرائیل پر خلاف ۹ اقدامات اعلان کړل
ټرمپ: اروپايي مشران به روانه اونۍ د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د خبرو لپاره امریکا ته سفر وکړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دی پر روسیې د بندیزونو دویم پړاو ته چمتو دی.
بلجیم د اسرائیلو پر خلاف ډیر مهم ګام اوچت کړ. بلجیم پر اسرائیلو بندیزونه تصویب کړل
مودي او شي د سرحدي اختلافاتو د کمولو او  د اړیکو د پیاوړي کولو ژمنه کوي
کرملین : روسیه اوکراین ته د هر ډول سوله ساتو ځواکونو د استولو سره مخالفت کوي
ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د سولې خبرې ناکامې شي نو امریکا به په روسیې او اوکراین بندیزونه ولګوي
ټرمپ د زېلېنسکي د مشروعیت په اړه د روسیې شکونه سیاسي نمایش وباله.
برازیل نوی اسرائیلی سفیر منظوري رد کړه او اسرائیل د برازیل ولسمرش نامطلوب شخص اعلان کړ
د استرالیا حکومت  د ایران سفیر  په استرالیا کې د یهود ستیزۍ په پیښو کې د لاس لرولو له امله وشړه.
فرانسې د امریکا سفیر احضار کړ.
ټرمپ : د دوو اونیو په دننه کې به د اوکراین د روسیې د جګړې په اړه مهمه پریکړه وکړي
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر پر اسرائیلو د بندیزونو د نه منل کیدو له امله استعفا وکړه