تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
نعمان کورتولموش د فلسطیني بندیانو لپاره د اعدام د سزا د وړاندیز شوي قانون په غبرګون کې، د سویلي افریقا د اپارټایډ دورې په یادولو سره، له ملګرو ملتونو د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه.
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه / AA

د تورکیې د پارلمان رئیس، نعمان کورتولموش، له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه. هغه د فلسطیني بندیانو لپاره د اعدام د سزا د قانون پر طرحې نیوکه وکړه او د یوې تاریخي بېلګې په توګه یې د سویلي افریقا د اپارټایډ (نژاد پرستۍ) د دورې په وړاندې نړیوال اقدام یاد کړ.

کورتولموش په استانبول کې د بین الپارلماني اتحادیې (IPU) د ۱۵۲مې عمومي غونډې ته په وینا کې، وویل چې نړیوال سیستم پخوا هم د اپارټایډ پر وړاندې اقدام کړی و او په ۱۹۷۴ کال کې یې په ملګرو ملتونو کې د سویلي افریقا غړیتوب وځنډاوه.

هغه استدلال وکړ چې اسرائیل اوس ورته کړنې ترسره کوي او پوښتنه یې وکړه: "ایا دا اپارټایډ نه دی چې په یوه هیواد کې د فلسطینیانو لپاره یو قانون او د اسراییلیانو لپاره بل قانون پلی کیږي؟"

کورتولموش پر ملګرو ملتونو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغه سازمان د وروستیو شخړو په مخنیوي کې پاتې راغلی او په ځانګړي ډول په غزه کې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره بې اغیزې شوی دی. هغه زیاته کړه: "له بده مرغه، ملګري ملتونه په یو داسې نړیوال بنسټ بدل شوي چې یوازې د ځواکمنو هیوادونو د غوښتنو سره سم پر مخ وړل کیږي."

د اصلاحاتو غوښتنه
نوموړي دې ته په اشارې سره چې د منځني ختیځ ډیری هیوادونه د خپل حاکمیت له نقض سره مخ شوي، ټینګار وکړ چې ټول هیوادونه برابر حاکمیتي حقوق لري.

د غونډې په څنډه کې، هغه د عمان د شورا د رئیس خالد المعولي سره وکتل، د عمان له منځګړیتوب څخه یې مننه وکړه او په پاکستان کې یې (د ایران او امریکا ترمنځ) د خبرو اترو د بیا پیل غوښتنه وکړه ترڅو اوسنی اوربند په یوه دایمي اوربند بدل شي.

هغه خبرداری ورکړ چې د اسرائیل اقدامات د خلیج د هیوادونو او ایران ترمنځ د دښمنۍ د زیاتیدو خطر رامنځته کوي.

کورتولموش یادونه وکړه چې تورکیه د څلورم ځل لپاره د بین الپارلماني اتحادیې (IPU) د عمومي غونډې کوربه توب کوي، چې په استانبول کې یې د نړۍ د شاوخوا ۱۵۵ هیوادونو استازو ګډون کړی دی.

وپلټۍ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ