نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان د اوکراین ولسمشر هغه ادعا رد کړه چې ګواکي پاکستاني وګړي د روسیې لپاره په اوکراین کې جنګیږي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په قاطعیت سره په اوکراین کې په جګړه کې د پاکستاني وګړو ښکیلتیا "بې اساسه او بې بنسټه" وبلله او دا  ادعاوې رد کړې.
پاکستان د اوکراین  ولسمشر  هغه ادعا رد کړه چې ګواکي پاکستاني وګړي د روسیې لپاره په اوکراین کې جنګیږي
/ Reuters

 اسلام آباد د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه ادعا رد کړه چې ګواکي پاکستاني وګړي د روسیې لپاره د هغه هېواد پر ضد جنګیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په قاطعیت سره په اوکراین کې په جګړه کې د پاکستاني وګړو ښکیلتیا "بې اساسه او بې بنسټه" وبلله او دا  ادعاوې رد کړې.

دې وزارت وویل: "تر اوسه د اوکراین چارواکو له پاکستان سره په رسمي توګه اړیکه نه ده نیولې، او نه یې هم د دې  ادعاوو د اثبات لپاره کوم د تایید وړ شواهد وړاندې کړي دي."

زیلینسکي د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې په شمال ختیځ اوکراین کې د هغه ځواکونه د پاکستان په ګډون د مختلفو هیوادونو له بهرنیو "مزدور جنګیالیو" سره جنګیږي.

هغه پر ایکس (X) په یوه پوسټ کې، په داسې حال کې چې د اوکراین سرتیرو ته یې په شمال ختیځ اوکراین کې د ووفچانسک په جبهه کې وینا کوله، وویل: "په دې سکتور کې زموږ جنګیالي د چین، تاجیکستان، ازبکستان، پاکستان او افریقایي هېوادونو د مزدور جنګیالیو د ګډون راپور ورکوي. موږ به ځواب ورکړو."

خو اسلام آباد ویلي چې دوی به دا ادعاوې د اوکراین له چارواکو سره شریکې کړي او په دې اړه به د وضاحت غوښتنه وکړي.

پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو سره سم، د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین د شخړې د سوله ییز حل لپاره خپله ژمنتیا بیا تایید کړه.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی
په کولمبیا کې د ډیرې زورورې زلزلې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ټرمپ وايي که ایران د جګړې تاوان غواړي ، امریکا لخوا له ایران نه د تاوان غوښتنه کوي
د تورکیې په شرناق ولایت کې د ټیکنو فیسټ (TEKNOFEST) د بې پیلوټه الوتکو سیالۍ پیل شوې