تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د اړیکو دویمه شورا د "تورکیې پېړۍ: د اړیکو پېړۍ" تر عنوان لاندې د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۲۸مه او ۲۹مه نېټه په پلازمېنه انقره کې ترسره کېږي.
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي
د تورکیې اړیکو دویمه شورا سبا پیلېږي

د دغې دوه ورځنۍ شورا پرانیسته به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون وشي.

د پروګرام په ترڅ کې به د دولتي بنسټونو، خصوصي سکټور، مدني ټولنو، رسنیو او علمي (اکاډمیکو) برخو استازي راټول شي ترڅو د اړیکو د تګلارو اوسنی حالت وڅېړي او د راتلونکي لپاره پر ستراتیژیو او وړاندیزونو خبرې وکړي.

د شورا په دویمه ورځ به د عامه اړیکو د ریاست  د کنفرانس په تالار کې د بحثونو (پنلونو) ناستې جوړې شي. د اړیکو په برخه کې د بېلابېلو څانګو د کارپوهانو په ګډون له ترسره کېدونکو بحثونو وروسته به دا پروګرام پای ته ورسېږي.

د "تورکیې د پېړۍ" لیدلوري په رڼا کې په جوړېدونکې دې شورا کې هدف دا دی چې د "تورکیې د اړیکو ماډل" لپاره یو داسې چوکاټ رامنځته شي چې د پلي کېدو وړ وي.

د اړیکو د ریاست په مشرۍ د دغې دویمې شورا هدف دا دی چې د اړیکو په برخه کې د عامه تګلارو په پراختیا کې مرسته وکړي، د بېلابېلو سکټورونو استازي په یو ګډ پلیټ فارم کې راټول کړي او د تورکیې د اړیکو لیدلوري په اړه هراړخیزو ارزونو ته لاره هواره کړي.

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ