تورکیې د فرانسې لخوا د تورکیې د قضايي چارو په اړه نیوکې په کلکه توګه رد کړې او سخت غبرګون يي وښود

تورکیې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې چې د تورکیې په روانو قضایي چارو یې نیوکه کړې وه، د هیواد په  کورنیو چارو  کې مخامخ مداخله بللې ده.

/ TRT World and Agencies

تورکیې د فرانسې لخوا په تورکیه کې په روانو قضايي پروسو نیوکې په کلکه توګه رد کړې او ددینه يي د تورکیې په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په توګه یادونه وکړه.

تورکیې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ څرګندونې چې د تورکیې په روانو قضایي چارو یې نیوکه کړې وه، د هیواد په  کورنیو چارو  کې مخامخ مداخله بللې ده.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت وویل: "موږ د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزارت هغه څرګندونې چې نن (د جولای ۷مه) شوې دي او زموږ د هېواد په روانو قضایي چارو کې مداخله ګڼل کېږي، په کلکه ردوو."

انقرې ټینګار وکړ چې په تورکیه کې د عدلي او قضایي چارو د شفافیت او بې پرېتوب ضمانت شته او ټولې قضایي چارې د تورکیې د اساسي قانون او ملي قوانینو سره سم د خپلواکو محکمو له خوا پر مخ وړل کېږي.

وزارت پر فرانسې د دوه ګوني معیار تور ولګاوه او د فرانسې د اپوزیسیون د مشر د محکمې پرېکړه یې د بېلګې په توګه یاده کړه چې هغه یې د نوماندۍ څخه بې برخې کړی دی، او همدارنګه د ځینو فرانسوي ښاروالانو پر وړاندې روانې قضایي چارو څخه يي یادونه کړې ده.

وزارت وویل: "په داسې حال کې چې د فرانسې د اصلي اپوزیسیون مشرې ته  د محکمې د پرېکړې له مخې د بند سزا ورکړل شوې ده... یادې شوې څرګندونې په ښکاره ډول دوه ګونی معیار څرګندوي."

تورکیې له فرانسې وغوښتل چې د تورکیې د قضایي خپلواکۍ درناوی وکړي او د نورو هېوادونو د کورنیو چارو په اړه له سیاسي انګېزو ډکو څرګندونو څخه ډډه وکړي.

وزارت زیاته کړه: "موږ فرانسې ته مشوره ورکوو چې د تورکیې د کورني عدلي نظام او قضایي خپلواکۍ درناوی وکړي، د نورو هېوادونو په اړه له سیاسي انګېزو ډکو څرګندونو څخه ډډه وکړي، او پر خپلو داخلي چارو تمرکز وکړي."