افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په اروپا کې د مېشتو افغانانو او کډوالو پر وضعیت خبرې وکړې
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره لیدنه وکړه
 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي پلاوي د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته د سفر پر مهال د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په دغه قاره کې د مېشتو افغانانو او په ځانګړي ډول د کډوالو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو پر اېکس (پخواني ټویټر) په خپلو پاڼو کې اروپا ته د دغه پلاوي د سفر په اړه جزیات شریک کړي دي. د راپور له مخې، افغان پلاوي په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له چارواکو سره په اروپا کې د مېشتو افغان اتباعو پر وړاندې پرتې ننګونې وڅېړلې.

د دغه پلاوي مشر او د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي وویل چې بروکسل ته یې دغه سفر د اروپايي ټولنې په رسمي بلنه ترسره کړی او اوس پای ته رسېدلی دی.

بلخي زیاته کړه چې دوی د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له استازو سره څو اړخیزې او دوه اړخیزې ناستې درلودې. په دې لیدنو کې په اروپا کې مېشتو افغان اتباعو ته د کونسلي خدماتو د بیا پیلولو، د باور فضا رامنځته کولو او د هغو افغانانو د ستونزو د حل لپاره چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې ورکړي، پر بېلابېلو لارو چارو بحث وشو.

بلخي وویل: "موږ هیله لرو چې دا پروسه به د مثبتې همکارۍ لپاره نوې لارې پرانیزي، په بهر کې د مېشتو افغانانو د ستونزو حل به اسانه کړي او د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ به د همکاریو ساحه نوره هم پراخه کړي."

د بهرنیو چارو وزارت یو بل چارواکي، ذاکر جلالي پر اېکس په خپله پاڼه دا سفر د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ په اړیکو کې یو مهم "بدلون ټکی" وباله. هغه یادونه وکړه چې دا بروکسل ته د افغانستان د اوسني حکومت د یوه پلاوي لومړی رسمي سفر و.

جلالي په خپلو خبرو کې وویل: "زه هیله من یم چې دا سفر به د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د یوې لا ډېرې عملي (پراګماټیکې) او تلپاتې همکارۍ لاره هواره کړي او په ورته وخت کې به په اروپا کې افغانانو ته مرسته وکړي چې د اعتماد وړ کونسلي خدماتو او له خپل هېواد سره د اړیکو اغېزمنو لارو ته لاسرسی ومومي."

 

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ