د تورکیې یوې بار وړونکی پوځي الوتکې په ګرجستان کې سقوط وکړ.

د تورکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې له اذربایجان څخه تورکیې ته روانه C-130 ډوله باروړونکې پوځي  الوتکه د اذربایجان-ګرجستان پولې ته نږدې رالوېدلې ده. پدې پیښه کې په الوتکه کې سپاره ۲۰ تنه سرتیري شهیدان شوي دي.

By
د تورکیې یوې بار وړونکی پوځي الوتکې په ګرجستان کې سقوط وکړ. / Reuters

د تورکیې یوې بار وړونکی پوځي الوتکې په ګرجستان کې سقوط وکړ.
 د تورکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې له اذربایجان څخه تورکیې ته روانه C-130 ډوله باروړونکې پوځي  الوتکه د اذربایجان-ګرجستان پولې ته نږدې رالوېدلې ده. پدې پیښه کې په الوتکه کې سپاره ۲۰ تنه سرتیري شهیدان شوي دي.

د تورکیې د دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، "د اذربایجان-ګرجستان په پوله کې د رالوېدلې پوځي بار وړونکې الوتکې د پیښې په سیمه  کې د لټون او ژغورنې او د پېښې د څېړنې ټیم پلټنې د ګرجستاني چارواکو سره په همغږۍ د سهار په ۶ بجو او ۳۰ دقیقو پیل شوې."

د تورکیې اړوند C-130 پوځي کارګو الوتکه چې ۲۰ سرتېري پکې سپاره وو، له اذربایجان څخه تورکیې ته د تګ پر مهال رالوېدلې ده.

وزارت د ۲۰ شهید شویو سرتېرو نومونه هم اعلان کړي دي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سې شنبې په ورځ د اذربایجان له ولسمشر الهام عليیف او د ګرجستان له لومړي وزیر ایراکلي کوباهیدزه سره په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د لټون او ژغورنې د روانو عملیاتو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان په پلازمېنه انقره کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د شهیدانو لپاره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د پېښې لامل تر اوسه نه دی معلوم.

د پېښې وروسته، د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او مشرانو څخه تورکیې ته د ډاډګیرنې او همدردۍ پیغامونه راروان دي.