نیوزیلنډ وايي چې د فلسطین د په رسمیت پیژندو غور کوي

د نيوزيلنډ لومړی وزير کريستوفر لکسن کابينه به په سپتمبر کې رسمي پرېکړه وکړي او د ملګرو ملتونو د مشرانو د عمومي غونډې  په اونۍ کې به د حکومت دريځ وړاندې کړي.

دا اقدام په داسې حال کې رامنځته کېږي چې اسټرالیا وايي په سپتمبر کې به د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني. / AP

د نيوزيلنډ د بهرنيو چارو وزير ونسټن پيټرز د دوشنبې په ورځ وويل چې نيوزيلنډ د فلسطين د دولت په رسميت پېژندلو غور کوي.

د نيوزيلنډ لومړی وزير کريستوفر لکسن کابينه به په سپتمبر کې رسمي پرېکړه وکړي او د ملګرو ملتونو د مشرانو د عمومي غونډې  په اونۍ کې به د حکومت دريځ وړاندې کړي.

په وروستيو اوونيو کې څو هېوادونو لکه اسټراليا، بريتانيا او کاناډا اعلان کړی چې دوی به د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

پيټرز وويل چې که څه هم د نيوزيلنډ ځینې نږدې ملګري هېوادونه د فلسطين دولت په رسميت پېژندلو ته مخه کړې، نيوزيلنډ خپلواک بهرنۍ پاليسي لري.

هغه په يوه اعلاميه کې وويل: "موږ اراده لرو چې دا موضوع په دقت سره وڅېړو او بيا د نيوزيلنډ د اصولو، ارزښتونو او ملي ګټو پر بنسټ عمل وکړو."

حکومت بايد دا وارزوي چې آيا د فلسطين سيمې د يو مشروع او دوامداره دولت په لور کافي پرمختګ کړی دی چې نيوزيلنډ يې په رسميت وپېژني.

پيټرز زياته کړه: "نيوزيلنډ د څه مودې راهيسې په دې اړه روښانه دريځ لري چې زموږ لپاره د فلسطين د دولت په رسميت پېژندل د وخت خبره ده، نه د امکان."

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې د اسټراليا لومړي وزير انتوني البانيز وويل چې هېواد به يې د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

هغه خبريالانو ته وويل: "اسټراليا به د فلسطينيانو د خپلواک دولت حق په رسميت وپېژني،" او زياته يې کړه چې دا يوازينۍ لار ده چې سوله "دائمي" شي.

هغه زياته کړه: "دلته د يو فرصت شېبه ده، او اسټراليا به د نړيوالې ټولنې سره په ګډه کار وکړي چې دا فرصت ترلاسه کړي."

له دې سره، څو هېوادونو لکه فرانسه، بريتانيا او کاناډا د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهيسې د فلسطين د دولت په رسميت پېژندلو پلانونه اعلان کړي دي.