اقتصاد
4 د لوستلو دقیقې
د ټرمپ نویو تعرفو د اروپا د ونډو په بازار کې قوي زلزله رامنځته کړه
د اروپا د ونډو بازارونه  چې د پنچشنبې او جمعې پر ورځو د خطر زنګ وهلی وو د شنونکو په وینا د "تاریخي" زلزلې سره مخ دي. د آلمان د DAX شاخص له ۵٪ څخه زیات خپله بیه د لاسه ورکړه، په داسې حال کې چې د پاریس CAC 40 هم ورته کچه کموالی تجربه کړ.
د ټرمپ نویو تعرفو د اروپا د ونډو په بازار کې قوي زلزله رامنځته کړه
De Tokyo à Shanghai en passant par Séoul et Taipei, les principaux indices des bourses asiatiques, en partie fermées vendredi, ont connu un lundi noir / AP
7 اپریل 2025

له توکیو څخه تر شانګهای، سیول او تایپې پورې، د آسیا د بازارونو مهم شاخصونه، چې ځینې یې د جمعې په ورځ تړلي وو، د دوشنبې په ورځ د تورې ورځې سره مخ شول. په هانګ کانګ کې، د هانګ سینګ شاخص له ۱۳٪ څخه زیات راولوېد - دا د ۱۹۹۷ راهیسې تر ټولو بد حالت دی - په داسې حال کې چې وال سټریټ د جمعې په ورځ د ۲۰۲۰ راهیسې تر ټولو بدې ورځې تجربه کړې.

کله له ډونلډ ټرمپ  څخه د ونډو بازارونو د خپل ارزښت د لاسه ورکولو او  د  احتمالي اقتصادي زیانونو په اړه پوښتنه وشوه، هغه خپل دریځ بدل نه کړ او زیاته کړه ، "کله ناکله درملنه اړینه وي ترڅو روغتیا ترلاسه شي،"

هغه ډاډ ورکړ چې د دې اقداماتو له اعلان وروسته یې هېواد "ډېر قوي" شوی دی او زیاته یې کړه چې د ونډو د  بازارونو د بیو راټیټیدل د هغه اراده نه وه.

د امریکا ولسمشر، چې په  خپلو اقتصادي شریکانو د "لوټلو" تور لګوي، په ټولو وارداتي محصولاتو باندې ۱۰٪ نړیوال ګمرکي مالیه وضع کړې ده.

دغه مالیه چې د شنبې په ورځ نافذ شوه، د چهارشنبې په ورځ به د څو مهمو سوداګریزو شریکانو لپاره لوړه شي، په ځانګړي ډول د اروپایي اتحادیې لپاره (۲۰٪) او د چین لپاره (۳۴٪.

چین په ځواب کې اعلان وکړ چې په امریکایي وارداتو باندې به ۳۴٪ مالیه وضع کړي. دا اقدامات د دې لپاره دي چې امریکا "سمې لارې" ته راوګرځوي، د دوشنبې په ورځ د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لینګ جي وویل. هغه ټینګار وکړ چې چین به د بهرنیو پانګونو لپاره "یو خوندي ځای" پاتې شي.

د بازارونو د ګډوډۍ په وړاندې، د چین اصلي دولتي صندوق ویلي چې غواړي د بازارونو "ثابت فعالیت" کې مرسته وکړي.

ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په خپل ټولنیز شبکه ټروت سوشیال کې ولیکل: "موږ له چین، اروپایي اتحادیې او نورو ډیرو سره لوی سوداګریز کسرونه لرو.

هغه زیاته کړه: "یوازینۍ لار د دې ستونزې د حل لپاره ګمرکي مالیې دي، چې د امریکا لپاره به لسګونه میلیارده ډالر عاید راوړي.

بیجینګ د دوشنبې په ورځ تور ولګاوه چې امریکا د "متقابل عمل" په نوم د واکمنۍ هڅه کوي.

ټرمپ وویل چې د اونۍ په پای کې یې له ډیرو اروپایانو، آسیایانو او نورو سره خبرې کړي دي. هغه وویل: "هغوی ټول په بې صبرۍ سره یوه هوکړه غواړي.

اروپایان غواړي خبرې وکړي، خو خبرې به هغه وخت وشي چې هغوی موږ ته په کلني ډول ډېرې پیسې راکړي،"

د مالیې وزیر سکاټ بیسنټ د NBC چینل ته وویل: "له ۵۰ څخه زیات هېوادونه د خپلو ګمرکي خنډونو، مالیو او د اسعارو د کنټرول د بندولو په اړه له حکومت سره اړیکه نیولې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ به وګورو چې د هغوی وړاندیزونه څومره د باور وړ دي. خو د ۲۰، ۳۰، ۴۰ یا ۵۰ کلونو د بد چلند وروسته، تاسو نشئ کولی له صفر څخه پیل وکړئ.

هغه خبرداری ورکړ: "دا هغه ډول موضوع نه ده چې تاسو یې په څو ورځو یا اونیو کې حل کړئ. دا مالیې ښایي څو میاشتې په ځای پاتې شي.

اروپایي مشران د اونۍ په پای کې په پرله‌پسې ډول اړیکې نیولې دي، مخکې له دې چې د دوشنبې په ورځ په لوکزامبورګ کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو سوداګرۍ وزیرانو غونډه ترسره شي ترڅو د امریکا په وړاندې د "اروپایي ځواب" لپاره تیاری ونیسي.

بروکسل ژمنه کړې چې له واشنګټن سره د دې "ناانصافي" مالیو په وړاندې "جدي خبرې اترې" پیل کړي.

د رکود خطر

د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري ترڅو د نوو ګمرکي مالیو په ګډون نورې موضوعات وڅېړي. ویتنام د "لږ تر لږه ۴۵ ورځو" مهلت غوښتنه کړې ترڅو "تر ټولو ژر یوې هوکړې ته ورسیږي،" د کمونیست ګوند عمومي منشي تو لام وویل.

د سپینې ماڼۍ د اقتصادي چارو سلاکار کیون هیسټ وویل چې د سوداګریزې جګړې له امله به د امریکا اقتصاد ډېر زیان ونه ویني، که څه هم هغه ومنله چې "د بیو لوړوالی" ممکن وي.

هغه ټینګار وکړ: "زه فکر نه کوم چې د امریکا په مصرف کوونکو به لوی اغېز ولیدل شي.

ډونالډ ټرمپ هم وویل: "زه فکر نه کوم چې انفلاسیون به لویه ستونزه وي.

خو ډېری اقتصادپوهان تمه لري چې په وارداتي محصولاتو باندې نوې مالیې به د انفلاسیون زیاتوالی او د مصرف کمښت رامنځته کړي.

سټیو کوچرین، چې د موډیز انالیتیکس لپاره د آسیا-پاسیفیک سیمه کې مشر اقتصادپوه دی، خبرداری ورکړ: "موږ ښایي ډېر ژر په متحده ایالاتو کې د رکود شاهدان شو.

وپلټۍ
وینزویلا د تېلو په سکتور کې د اصلاحاتو له لارې بهرني پانګونې د ۱.۴ میلیارد ډالرو ته زیاتوي
اروپا کې د لومړي ځل لپاره په ډسمبر میاشت کې د بشپړ برېښنايي موټرو پلور له پټرولي موټرو څخه واوښت
د تورکیې د مرکزي بانک زیرمې د لومړي ځل لپاره له ۲۰۰ ملیارد ډالرو څخه واوښتې
په ۲۰۲۵ کال کې د میلیاردرانو شتمني نوره هم ډیره شوې.
لومړی وزیر مرز خبرداری ورکوي چې د جرمني اقتصاد د ودې له درېدو سره په یوه څلورلارې کې قرار لري.
روسیې سږ کال منځنۍ اسیا او افغانستان ته د مایع ګازو صادرات نږدې دوه برابره کړي دي
د نړیوالو کړکیچونو په منځ کې د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره له ۴۵۰۰ ډالرو څخه پورته شوه
وینزویلا ادعا کوي چې د امریکا د «امپریالیستي ناقانونه کړنو» سره سره یې د تېلو هدف ترلاسه کړی دی
په هالنډ کې د پنځو کلونو په اوږدو کې د لومړي ځل لپاره د فقر کچه لوړه شوې ده
د افغان معیوب د جرابو فابریکه معلولیت لرونکو کارګرانو ته د کار په ورکولو سره هیله بښي
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
تورکیه له پاکستان سره د انرژۍ د استخراج  تړون رسمي کوي
افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې د بدیلو لارو د موندولو هڅه کوي
امریکا د بهرنیو پورونو لویه برخه  له چین څخه ترلاسه کوي: څېړنه
تورکیې دفاعي صادرات د ۲۰۲۵ کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۳۱ سلنه لوړ شوي ،۶.۷ میلیارډ ډالرو ته رسېدلي
پوتین کابینې ته امر وکړ چې د روسیې د نادره فلزاتو د استخراج لپاره پلان جوړ کړي
د ټرمپ او شي له لیدنې مخکې امریکا او چین په مالیزیا کې سوداګریزې خبرې بیا پیل کړې
چین له امریکا سره د مخ پر زیاتېدونکي سوداګریز جنګ کې 'تر پایه د مبارزې' ژمنه وکړه
بېجېنګ امریکا  د سوداګریز کړکېچ په زیاتولو تورنوي او  د نادره خاورو له محدودیتونو دفاع کوي
جاپان د امریکا متحده ایالتونو د تعرفې تړون لاندې د ۵۵۰ میلیارد ډالرو پانګونې اسانتیا په اړه غور کوي