منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
نتنیاهو وویل سره ددې چې د اوربند لپاره خبرې روانې دي خو مونږ د جګړې د دوام پریکړه کړې
نتنیاهو په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې په یوه بیان کې ویلي چې په شمالي غزه کې په نښتو کې پنځه اسرائیلي سرتیري وژل شوي او دا د اسرائیلي خلکو لپاره یوه سخته ورځ وه.
نتنیاهو وویل سره ددې چې د اوربند لپاره خبرې روانې دي خو مونږ د جګړې د دوام پریکړه کړې
/ AP

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې سره له دې چې د بندیانو د تبادلې او اوربند د تړون لپاره خبرې روانې دي، اسرائیلیان په غزه کې د جګړې د دوام پرېکړه کړې ده.

نتنیاهو په ټولنیزه رسنۍ ایکس کې په یوه بیان کې ویلي چې په شمالي غزه کې په نښتو کې پنځه اسرائیلي سرتیري وژل شوي او دا د اسرائیلي خلکو لپاره یوه سخته ورځ وه.

لومړي وزیر نتنیاهو زیاته کړه چې دوی په غزه کې د جګړې د موخو ترلاسه کولو لپاره هوډمن دي.

نتنیاهو وویل چې د جګړې موخې دا دي چې ټول بندیان خوشې شي، د حماس پوځي او اداري وړتیا له منځه یووړل شي، او ډاډ ترلاسه شي چې غزه نور اسرائیلو ته ګواښ نه وي. هغه زیاته کړه چې دا مانا لري چې حماس به نور شتون ونه لري.

نتنیاهو وویل چې د دې پایله به دا وي چې ټول اسرائیلي بندیان به خوشې شي، حماس به وځپل شي او له منځه یووړل شي، غزه به نور اسرائیلو ته ګواښ نه وي، او دوی لا هم خپله دنده نه ده بشپړه کړې.

بلخوا، د هاآرتز ورځپاڼې د راپور له مخې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویتکوف، په یوه بیان کې ویلي چې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه مخکې څلور اختلافات موجود وو، خو اوس یوازې یو پاتې دی.

ویټکوف وویل چې دوی هیله لري د دې اونۍ تر پایه داسې یوه موافقه ترلاسه کړي چې د ۶۰ ورځو اوربند ته لاره هواره کړي.

د اسرائیلو پوځ پرون په یوه بیان کې ویلي چې د کفیر لیوا  د نتزاح یهودا بټالین پنځه سرتیري په غزه کې وژل شوي دي.

اعلان وشو چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نېټې راهیسې، کله چې اسرائیلو په غزه بریدونه پیل کړل، د وژل شویو اسرائیلي سرتیرو شمېر ۸۸۸ ته رسېدلی دی.

 

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي