د تورکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې مهمې څرګندونې وکړې.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې مهمې څرګندونې وکړې. اردوغان وویل چې په غزه کې له ۶۵ زرو څخه ډېر کسان وژل شوي چې له ۲۰ زرو څخه ډیر يي ماشومان دي او زیاته یې کړه: "مهرباني وکړئ، راځئ ټول خپل سرونه په خپل ګریوان کې ښکته کړو او ځواب ورکړو. ایا په ۲۰۲۵ کال کې د داسې یو ظلم لپاره کوم معقول دلیل شتون لري؟ خو د بشریت په نوم دا شرموونکی حالت په غزه کې له ۲۳ میاشتو راهیسې هره ورځ تکرارېږي. په ۳۶۵ کیلومتره مربع مساحت کې ۲.۵ میلیونه غزه وال هره ورځ تر فشار لاندې دي او هره ورځ یوې بلې سیمې ته په زوره کډه کېدو ته اړ ایستل کېږي."
غونډه د ملګرو ملتونو د ۸۰مې عمومي اسامبلې د مشرې، جرمنۍ انالینا بیرباک په مشرۍ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په وینا سره پرانیستل شوه. د ملګرو ملتونو په ۸۰مه عمومي اسامبله کې د تورکیې استازیتوب ولسمشر رجب طیب اردوغان کوي. اردوغان چې نن یې په څلورم نوبت خبرې کولې، په ځانګړې توګه د غزې وضعیت ته پام راواړاوه.
د ولسمشر اردوغان څرګندونې په دې ډول دي
زه د خپل ځان او خپل ملت په استازیتوب تاسو ټولو ته د زړه له کومې سلامونه وړاندې کوم. هیله لرم چې د ملګرو ملتونو ۸۰مه عمومي اسامبله د ټول بشریت لپاره د خیر لامل شي. زه ډېر خوښ یم چې یو ځل بیا د دې خطابې میز څخه، چې د بشریت د ګډ وجدان استازیتوب کوي، تاسو ته وینا کوم. زه پخواني مشر ته د عمومي اسامبلې د ریاست دورې د بشپړولو مبارکي وایم او اغلې بیرباک ته چې دا دنده یې په غاړه اخیستې، د بریا هیله کوم. د خپلو خبرو په پیل کې غواړم خپله خواشیني څرګنده کړم چې د فلسطین ولسمشر ښاغلی محمود عباس نن له موږ سره نشته، په داسې حال کې چې فلسطین د ډېر شمېر هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي. موږ نن دلته د دې لپاره راغلي یو چې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ د فلسطیني ولس غږ هم پورته کړو، چې نه غوښتل کیږي چې غږ يي اوچت شي. زه له ټولو هغو هېوادونو مننه کوم چې د فلسطین دولت د په رسمیت پېژندلو اعلان یې کړی او پر هغو دولتونو غږ کوم چې تر اوسه یې دا پرېکړه نه ده کړې، چې ژر تر ژره اقدام وکړي. ښاغلیه مشره، قدرمنو غړو، د ملګرو ملتونو منشور ۸۰ کاله وړاندې په سان فرانسیسکو کې لاسلیک شو او د ۱۹۴۵ کال د اکتوبر په ۲۴مه نافذ شو. غواړم دلته د ملګرو ملتونو د منشور د لومړۍ مادې لومړۍ کلمې څخه یادونه وکړم او تکرار يي کړم.
د ملګرو ملتونو موخه د نړیوالې سولې او امنیت ساتل دي. هو، په داسې حال کې چې موږ په دې تالار کې د ملګرو ملتونو ۸۰مه کلیزه لمانځو، د نړۍ په ډېرو سیمو کې داسې ناوړه پېښې روانې دي چې د منشور د لومړۍ مادې پر لومړیو کلمو سیوری غوړوي. په ځانګړې توګه په غزه کې زموږ د سترګو پر وړاندې له ۷۰۰ ورځو راهیسې نسل وژنه روانه ده. موږ چې دلته غونډه کوو، حتی په همدې شېبه کې په غزه کې ملکي وګړي وژل کېږي. په غزه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمېر ۶۵۰۰۰ ته رسېدلی دی. تر اوسه معلومه نه ده چې تر کنډوالو لاندې څومره جسدونه پراته دي. له وژل شویو کسانو څخه ۲۰۰۰۰ ډېر ماشومان دي. په غزه کې د اسرائیلو له خوا په تېرو ۲۳ میاشتو کې هر ساعت یو ماشوم په بې رحمۍ سره وژل کیږي. دوستانو، دا یوازې شمېرې نه دي. هر یو یې یو روح، یو بې ګناه انسان دی. اوسمهال خلک نه یوازې په وسلو، بلکې د لوږې په وسله هم وژل کېږي. په ۲۱مه پېړۍ کې د متمدنې نړۍ د سترګو پر وړاندې ۱۴۶ ماشومان او ۴۲۸ کسان له لوږې مړه شوي او دا شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.
اوس به زه تاسو ته یو انځور وښیم چې په غزه کې ورځنی ژوند انځوروي. لومړی انځور، لکه څنګه چې تاسو یې وینئ، ښځې دي چې په لاسونو کې یې لګنونه دي. مهرباني وکړئ، راځئ ټول خپل سر په خپل ګریوان کې ښکته کړۍ او د وجدان سره ځواب ورکړئ. ایا په ۲۰۲۵ کال کې د داسې یو ظلم لپاره کوم معقول دلیل شتون لري؟ خو د بشریت په نوم دا شرموونکی حالت په غزه کې له ۲۳ میاشتو راهیسې هره ورځ تکرارېږي. په ۳۶۵ کیلومتره مربع مساحت کې ۲.۵ میلیونه غزه وال هره ورځ تر فشار لاندې دي او هره ورځ یوې بلې سیمې ته په زوره کډه کېدو ته اړ ایستل کېږي.
"د بشریت تاریخ په وروستۍ پېړۍ کې داسې وحشت نه دی لیدلی"
د غزې روغتیایي بنسټونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي. ډاکټران وژل شوي یا نیول شوي دي. امبولانسونه په نښه شوي دي. روغتونونه بمبار شوي او ویجاړ شوي دي. درملنه ممکنه نه ده. عملیات ممکن نه دي. د درملو موندل ممکن نه دي. ممکن نه دي. دوستانو، واورئ، د طیب اردوغان په توګه، دا خبره په ډېر سوز او سوځېدلي زړه کوم. هغه بې ګناه ماشومان چې لا دوه-درې کلن دي او لاسونه، پښې او مټې نه لري، له بده مرغه نن د غزې عادي انځور ګرځېدلی دی. کوم وجدان دا زغملی شي؟ کوم وجدان پر دې چوپ پاتې کېدلی شي؟ ایا په داسې نړۍ کې به سوله وي چې ماشومان له لوږې او بې درمانۍ مري؟ موږ ټول میندې او پلرونه یو. موږ اولادونه او لمسیان لرو چې ډېر راته ګران دي. دلته، په امریکا، اروپا او د نړۍ په هر ځای کې، که د یوه ماشوم په لاس کې یو کوچنی اغزی ننوځي، د مور او پلار زړونه ورته درد کوي. خو په غزه کې د ماشومانو لاسونه، پښې او مټې بې له بېهوشۍ پرې کېږي. څوک دې خپه نه شي، خو دا د انسانیت تر ټولو ټیټه کچه ده. د بشریت تاریخ په وروستۍ پېړۍ کې داسې وحشت نه دی لیدلی.
"دا د ډلهییزې وژنې پالیسي ده"
هرڅه زموږ د سترګو پر وړاندې پېښېږي. په غزه کې نسل وژنه د رسنیو او ټولنیزو رسنیو له لارې هر وخت په ژوندۍ بڼه خپرېږي. اسرائیلو تر اوسه په غزه کې ۲۵۰ ملي او نړیوال خبریالان په قصدي توګه وژلي دي. غزې ته یې ټولې ننوتنې بندې کړې دي، خو بیا یې هم نسل وژنه پټه نه شوه کړای. زه د سرمنشي ښاغلي ګوتریش، چې د فلسطین په خاوره کې د روانې نسل وژنې په اړه یې هر وخت غږ پورته کړی، په کلکه ملاتړ کوم. د هغه د زړورتیا له امله یو ځل بیا ورته مبارکي وایم. خو له بده مرغه ملګرو ملتونو په غزه کې حتی د خپلو کارکوونکو ساتنه هم ونه شوه کړای. په غزه کې ۵۰۰ کسان چې له خلکو سره یې د مرستې لپاره منډې وهلې، وژل شوي دي. او له دې ډلې څخه ۳۲۶ کسان د ملګرو ملتونو کارکوونکي وو. ښاغلیه مشره، قدرمنو غړو، وګورئ نسل وژنه د هولوکاسټ په څېر یو شرموونکی، غیر انساني او وحشیانه مفهوم دی چې د خلکو د ډلهییزې له منځه وړلو لپاره کارول کېږي. خو نن په غزه کې یوازې انسانان نه وژل کېږي. په غزه کې څاروي په نښه کېږي او وژل کېږي. په غزه کې کرنیزې ځمکې، باغونه، ونې، بوټي او د زیتونو پخوانۍ ونې له منځه وړل کېږي. په غزه کې اوبه له منځه وړل کېږي او ککړېږي. په غزه کې ودانۍ، کورونه، کتابتونونه، روغتونونه، ښوونځي، جوماتونه، کلیساګانې او تاریخي ودانۍ په قصدي توګه نړول کېږي. د غزې خاوره د انسان، حیوان او نبات لپاره نوره د کارونې وړ نه ده. دلته تاسو ته یو بل انځور وړاندې کوم.
اوس له تاسو پوښتنه کوم، دا انځور چې زما په لاس کې دی، د امنیت له لټون سره څه تړاو لري؟ ایا دا د ژوندیو موجوداتو او ژوند سره دښمني نه ده؟ زه له دې منبر څخه په ډاګه وایم. په غزه کې جګړه نشته. په غزه کې د دوو خواوو خبره نشي کېدای. په غزه کې یو لوري ته منظم پوځ دی چې تر ټولو عصري او وژونکې وسلې لري او بل لوري ته بې ګناه ملکي وګړي او بې ګناه ماشومان دي. دا له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده. دا د اکتوبر د ۷مې پېښې په پلمه یو اشغال، جبري کډوالي، شړل، نسل وژنه، او په حقیقت کې د ډلهییزې وژنې پالیسي ده. نن چې غزه د حماس په پلمه له منځه وړل کېږي، په ورته وخت کې لوېدیځه غاړه، چېرې چې حماس واکمن نه دی، ګام په ګام اشغالېږي او بې گناه ملکي وګړي په اعدامونو وژل کېږي. سربېره پر دې، اسرائیل یوازې په غزه او لوېدیځه غاړه کې نه پاتې کېږي. پر سوریې، ایران، یمن او لبنان بریدونه کوي او د سیمې سوله هم ګواښي. په دې وروستیو کې په قطر کې پر هغه پلاوي د اسرائیلو برید وشو چې د اوربند لپاره یې غونډه کوله. پر قطر برید وښوده چې د اسرائیلو اداره په بشپړه توګه له کنټروله وتلې ده. یو ځل بیا ثابته شوه چې نه د سولې نیت لري او نه د یرغمل شویو د خلاصون.
نه یوازې ګاونډیان، بلکې په منځني ختیځ کې ټول هېوادونه د اسرائیلو د حکومت له بې پروا ګواښونو سره مخ دي. راځئ په دې هم پوه شو. د اسرائیلو د مخ پر ودې تېري له امله، په لوېدیځ او په ځانګړې توګه په اروپا کې هغه ارزښتونه چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شوي وو، هم سخت زیانمن شوي دي. تر ټولو اساسي بشري حقونه، د بیان ازادي، د مطبوعاتو ازادي، د لاریون او اعتراض ازادي، د ښځو حقونه، د ماشومانو حقونه، ډیموکراسي، مساوات او عدالت په څېر مفاهیم له پامه غورځول شوي دي. په اوسني پړاو کې، موږ ټول باید دا حقیقت ومنو. قدرمنو دوستانو، د اسرائیلو اداره چې د "ژمنه شوې ځمکې" په جنون کې ډوبه ده، په پراختیا غوښتونکې پالیسۍ سره د سیمې سولې ته ګواښ پېښوي. بیت المقدس (قدس شریف) چې د درېیو اسماني دینونو سپېڅلی ښار او د بشریت ګډ میراث دی، د دې افراطیت مستقیم هدف دی.
"د غزې په وړاندې خپله بشري دنده ترسره کړئ"
دا لیونتوب، چې دوی یې هم نه مني او سربېره پر دې په ټوله نړۍ کې د یهودیت ضد احساسات (anti-semitism) راپاروي، نور باید دوام ونه کړي. په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي، بریدونه باید ودرول شي او بشري مرستو ته باید بې له خنډه د ننوتلو اجازه ورکړل شي. باید ډاډ ترلاسه شي چې د نسل وژنې عاملین د نړیوال قانون پر وړاندې ځواب ویونکي شي. انشاالله دا به خامخا پېښ شي. هر څوک چې په غزه کې د روان وحشت پر وړاندې غږ نه پورته کوي او دریځ نه نیسي، د دې وحشت په مسؤلیت کې شریک دی. زه له دې ځایه ټولو دولتونو او د حکومتونو مشرانو ته په رښتینولۍ غږ کوم. نن هماغه ورځ ده. ورځ د دې ده چې د بشریت په نوم د مظلومو فلسطینیانو ترڅنګ ټینګ ودرېږو. په داسې حال کې چې ستاسو ولسونه په غزه کې د بربریت پر وړاندې غبرګون ښيي، راځئ تاسو هم ګام په ګام خپله زړورتیا وښایاست. د غزې په وړاندې خپله بشري دنده ترسره کړئ، هغه ځای چې ماشومان ماشومان لویوي.