تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې اسلامي نړۍ ته دایمي غړیتوب اړتیا نه لا زیات یو مجبوریت دی.
د تورکيې ولسمشر اردوغان وویل: اوس وخت رارسېدلی چې د نړيوالې پريکړې کولو ميکانيزمونه د نړۍ له بدلېدونکو واقعيتونو سره سمون وخوري.
00:00
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې اسلامي نړۍ ته دایمي غړیتوب اړتیا نه لا زیات یو مجبوریت دی.
erdogan / AA Archive

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، مسلمانان چې د نړۍ د نفوس نږدې څلورمه برخه جوړوي، باید په نړیوالو تصمیم ګیر بهیرونو کې د خپلو حقونو سره سم استازیتوب ولري.

اردوغان زیاته کړه:د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ویټو واک لرونکي یو اسلامي هېواد شتون، اړتیا نه بلکې یو مهم ضرورت دی.

هغه وویل:  زموږ مبارزه، چې 'نړۍ له پنځو لویه ده' د اصولو پر بنسټ روانه ده، موخه یې دا ده چې یو ټول شموله او عادلانه نړیوال جوړښت رامنځته شي، ترڅو د هغو نظامونو ځای ونیسي چې ستونزې زیږوي.

ولسمشر اردوغان همداراز وویل:  اوس وخت رارسېدلی چې نړیوال پریکړه کوونکي میکانیزمونه د نړۍ له بدلېدونکو واقعیتونو سره ځان برابر کړي.

اردوغان خبرداری ورکړ: "اسرائیل به هېڅکله هغه سوله ترلاسه نه کړي چې لټوي یې، تر څو چې د ۱۹۶۷ کال د پولو پر بنسټ یو خپلواک او بشپړ فلسطیني دولت جوړ نه شي."

هغه زیاته کړه: لکه څرنګه چې اسرائیل د لوېدیځې غاړې په ضمیمه کولو بسنه نه کوي، د اسرائیلي حکومت وزیران اوس د الاقصی جومات په نښه کولو سره د اور سره لوبې کوي."

اردوغان ټینګار وکړ: تاریخي الاقصی جومات زموږ لپاره سره کرښه ده، او تورکیه د دې جومات د سپکاوي پر وړاندې هېڅ ډول زغم نلري.

د تورکیې پرته د اروپا د امنیت تصور ناشونی دی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د تورکیې پرته د اروپا امنیت تصور ناشونی دی. اردوغان د دوشنبې په ورځ په پلازمینه انقره کې بهرنیو سفیرانو ته په خطاب کې وویل چې تورکیه د اروپايي اتحادیې د غړیتوب پروسه د "ستراتیژیک لومړیتوب" په توګه ګوري، ځکه چې دا د اروپا یوه نه جلا کیدونکې برخه ده.

نوموړي دغه څرګندونې د روژه ماتې په پروګرام کې د خپلې وینا په ترڅ کې وکړې او زیاته کړه، د اروپا لپاره دا ورځ تر بلې ناممکن کیږي چې د تورکیې پرته د نړیوال لوبغاړي په توګه خپل موجودیت ته دوام ورکړي.

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي