تورکیې په یالووا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د لږ تر لږه شپږو داعش ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړ

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د تورکیې په شمال لویدیځ یالووا ولایت کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ داعش ترهګر ووژل شول.

By
تورکیې په یالووا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د لږ تر لږه شپږو داعش ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړ / AA

تورکیې په یالووا کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د لږ تر لږه شپږو داعش ترهګرو د وژل کیدو خبر ورکړ

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وايي، ترهګرو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، چې له امله یې درې پولیس افسران شهیدان او نهه نور ټپیان شول.

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ وویل چې د تورکیې په شمال لویدیځ یالووا ولایت کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه شپږ داعش ترهګر ووژل شول.

علي یرلیکایا وویل چې د ترهګرو له خوا پرې د ډزو له امله درې پولیس افسران هم شهیدان شوي دي.

یرلیکایا وویل: "له بده مرغه زموږ درې زړور پولیس افسران شهیدان شول،" او زیاته یې کړه چې په نښته کې اته پولیس افسران او یو امنیتي ساتونکی ټپیان شوي دي.

وزیر وویل، دا عملیات په یالووا کې د داعش ترهګرو په نښه کولو لپاره د روانو ترهګرۍ ضد هڅو په لړ کې د ترکي امنیتي ځواکونو لخوا ترسره شول.