په انګلستان کې په اورګاډي کې د چړې په برید کې نهه کسان سخت ټپيان شوي

د برتانیا د ټرانسپورټ پولیسو  د یکشنبې په سهار پر اېکس (ټویټر پخواني) ولیکل: "په کیمبریج شر کې په یوه اورګاډي کې د چړې له برید نه  وروسته لس کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. داسې انګېرل کېږي چې نهو کسانو ژوند ګواښوونکي ټپونه اخيستي دي."

په انګلستان کې په اورګاډي کې د چړې په برید کې نهه کسان سخت ټپيان شوي / AFP

په انګلستان کې په اورګاډي کې د چړې په برید کې نهه کسان سخت ټپيان شوي
د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر وايي چې دا "ناوړه" پېښه "ډېره د اندېښنې وړ" ده.

برتانوي پولیسو اعلان کړی چې په یوه اورګاډي کې د چړې په برید کې د  نهه کسانو ژوند ګواښوونکي ټپونه اخيستي دي.

د برتانیا د ټرانسپورټ پولیسو  د یکشنبې په سهار پر اېکس (ټویټر پخواني) ولیکل: "په کیمبریج شر کې په یوه اورګاډي کې د چړې له برید نه  وروسته لس کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. داسې انګېرل کېږي چې نهو کسانو ژوند ګواښوونکي ټپونه اخيستي دي."

که څه هم د کومې مړینې راپور نه دی ورکړل شوی، خو پولیسو دا یوه "لویه پېښه" بللې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې افسران به په پلټنو کې مرسته وکړي.

دوه شکمن کسان نیول شوي دي.

د برتانیا د ټرانسپورټ پولیسو  مخکې پر اېکس شبکه لیکلي وو: "موږ دا مهال په هنټینګډن کې په یوه اورګاډي کې یوې پېښې ته ځواب وایو چېرې چې ګڼ شمېر خلک په چړو وهل شوي دي."

د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر وویل چې دا "ناوړه" پېښه "ډېره د اندېښنې وړ" ده.

سټارمر پر اېکس شبکه په یوه بیان کې وویل: "زما فکر او زړه له ټولو اغېزمنو شویو کسانو سره دي، او زه له بېړنیو خدماتو څخه د دوی د ځواب ویلو له امله مننه کوم."

هغه زیاته کړه: "په سیمه کې هر څوک باید د پولیسو سپارښتنې تعقیب کړي."

پولیسو زیاته کړه، وسله وال پولیس د خبر د ترلاسه کولو نه وروسته پېښې ځای ته ورسېدل، او اورګاډی د انګلستان په ختیځ کې په یوه بازاري ښارګوټي هنټینګډن کې ودرول شو.

د اورګاډي چلوونکې کمپنۍ، لندن نارت ایسټرن ریلوی (LNER) وویل چې د دوی ټولې د ریل پټلۍ په هنټینګډن سټیشن کې د پېښې سره د بېړنیو خدماتو د بوختیا پرمهال تړل شوې وې.

یادې شوې کمپنۍ ، چې د انګلستان په ختیځ او سکاټلنډ کې اورګاډي چلوي، له مسافرو وغوښتل چې سفر ونه کړي او د "لویو خنډونو" خبرداری یې ورکړ.

دا شرکت په لندن، پیټربورو، کیمبرج، یارک او اډینبورګ کې لوی تمځایونه لري.

د کیمبریج شر او پیټربورو ښاروال، پاول بريسټو، پر اېکس شبکه په یوه پوسټ کې وویل: "په کیمبریج شر، هنټینګډن کې په یوه اورګاډي کې د وحشتناکو صحنو راپورونه اورم"، او زیاته یې کړه چې "زمونږ فکر او زړه له ټولو اغېزمنو کسانو سره دي."