منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
یونیسف وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې هره ورځ په اوسط ډول یو ماشوم وژل شوی دی، او پوښتنه کوي چې ایا دا لا هم اوربند بلل کیدی شي؟
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي
یونیسف د غزې اوربند یو "وژونکی فریب" وباله؛ د اوربند سره سره اسرائیلو ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژلي دي


یونیسف (UNICEF) ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د اوربند له اعلان راهیسې په غزه کې لږترلږه ۲۶۵ فلسطیني ماشومان وژل شوي دي. دغه بنسټ دا اوربند یو "وژونکی فریب" وباله او خبرداری یې ورکړ چې د جګړې د درولو له رسمي اعلان سره سره تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

د یونیسف ویاند جیمز ایلډر د جمعې په ورځ په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "په هغه دوره کې چې ګواکې د زغم او خوندیتوب په نوم وه، له اتو میاشتو څخه زیات هره ورځ په اوسط ډول یو ماشوم وژل شوی دی."

هغه دا اوربند یو "بې رحمه او وژونکی فریب" وباله او پوښتنه یې وکړه چې په داسې حال کې چې ماشومان لا هم مړه کیږي، ایا دا لا هم اوربند ګڼل کیدی شي؟

نوموړي زیاته کړه: "په داسې حال کې چې نړۍ د اوربند په ژبه خبرې کوي، په غزه کې کورنۍ لا هم د خپلو زامنو او لوڼو په ښخولو بوختې دي."

ایلډر وویل چې دا ماشومان په کورونو، ښوونځیو او عامه ځایونو کې، حتی د فوټبال لوبېدو یا کب نیولو پر مهال وژل شوي دي.

هغه وویل: "پدې اونۍ کې: یو دوه کلن هلک د اسرائیلي ځواکونو لخوا په ډزو ووژل شو؛ یو ۱۳ کلن هلک په خپله خیمه کې په ډزو ووژل شو؛ یو ۵ کلن هلک او پلار یې د اسرائیلو په یوه برید کې ووژل شول، او دا لړۍ همداسې دوام لري."

د یونیسف د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له میاشتې راهیسې له ۴۰۰ څخه ډیر ماشومان ټپیان شوي هم دي، چې ډیری یې سخت ټپونه لري.

ایلډر د وروستیو پېښو یادونه وکړه چې پکې یوه ۱۲ کلنه نجلۍ په خپله خیمه کې په سینه په مرمۍ وویشتل شوه او یوه ۳ کلنه نجلۍ په خپل کور کې د یوې کواډکوپټر بې پیلوټه الوتکې لخوا په مخ وویشتل شوه.

هغه خبرداری ورکړ چې په سلګونو ماشومان عاجلې طبي تخلیې (بهر ته د درملنې لپاره لېږد) ته اړتیا لري او وویل چې د اړینو درملو پر وړاندې محدودیتونه د ټپي ماشومانو ترمنځ د ناروغیو او د بدن د غړو د پرې کولو (Amputation) خطر زیاتوي.

ایلډر همدارنګه پر غزه د اسرائیلو د جګړې رواني اغیزو ته په اشارې سره وویل: "د غزې د ماشومانو لپاره وېره، زیان او تاوتریخوالی دومره دوامداره شوي چې صدمه (Trauma) نور د دوی په ژوند کې یوه پېښه نه ده؛ بلکې دا د دوی د ماشومتوب په فطرت کې اخښل شوې ده."

نوموړي له حکومتونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې اقدام وکړي. هغه لبنان ته هم اشاره وکړه، چیرې چې د یونیسف په وینا د مارچ له ۲مې نېټې راهیسې د جګړې د شدت له امله ۲۴۷ ماشومان وژل شوي او ۹۹۲ نور ټپیان شوي دي.

هغه په پای کې وویل: "ترڅو چې د ماشومانو وژل دوام ولري، هیڅ اوربند مانا نه لري."

 

وپلټۍ
د تورکیې پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اختلاف؛ ټرمپ د F-35 الوتکو د پلور په اړه د نتنیاهو پر نیوکو غصه شوی
ایران په بحرین کې د امریکا پر هوايي هډې د بریدونو د ترسره کولو نه خبر ورکړی دی.
د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو د زیاتوالي او د سرې بحیرې د تړل کېدو له ګواښ سره د تېلو بیې لوړې شوې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د استانبول خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
ایران: "د اهواز د ماشومانو د سرطان روغتون پر شاوخوا د امریکا برید جنګي جنایت دی"
د تورکیې دفاع وزارت: "د قبرس په ټاپو کې د ترکي پوځیانو شتون د سولې، امنیت او ثبات ضمانت دی"
کرملین: "موږ د تورکیې په منځګړیتوب د اوکراین په اړه د خبرو اترو پیلولو ته چمتو یو"
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده