امریکا حکومت د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د عملیاتو نه د ملاتړ په موخه فلوریډا ته ۲۰۰ تنه سرتیري ولیږل

د امریکا شمالي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې، فلوریډا ایالت ته شاوخوا ۲۰۰ سمندري ځواکونه لیږلي دي ترڅو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې سره د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف په عملیاتو کې مرسته وکړي.

/ AP

امریکا حکومت د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف د عملیاتو نه د ملاتړ په موخه فلوریډا ایالت ته ۲۰۰ تنه اضافي سمندري ځواکونه واستول.

د امریکا شمالي قوماندانۍ په یوه بیان کې ویلي دي چې، فلوریډا ایالت ته شاوخوا ۲۰۰ سمندري ځواکونه لیږلي دي ترڅو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې سره د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف په عملیاتو کې مرسته وکړي.

په بیان کې ویل شوي " په شمالي کارولینا کې د میرین وینګ ملاتړ سکواډرون ۲۷۲ هوايي هډې اړوند ۲۰۰ سمندري ځواکونه ، فلوریډا ته روان شوي  ترڅو د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې  نه د ناقانونه کډوالۍ د عملیاتو په برخه کې لوژیستیکي او اداري ملاتړ وکړي."

د شمالي قوماندانۍ په وینا، "دا سمندري ځواکونه د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې  د دې ماموریت د ملاتړ لومړۍ ډله ده."

په بیان کې دا هم ویل شوي چې نور ملاتړ ځایونو کې  د لوئزیانا او ټکساس ایالتونه هم شامل وي.

په دې کې دا هم روښانه شوې چې د دې غړو دندې به یوازې اداري او لوژستیکي وي، او دوی به د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې  په توقیف کې د افرادو سره مستقیم تماس ته اجازه ونه لري.

دغه اعلان څو اونۍ وروسته له هغې وشو چې  د کالیفورنیا  ایالت د لاس انجلس په ښار کې د کډوالۍ عملیات په تاوتریخوالي واوښتل، چیرې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې پولیسو او مظاهره کوونکو ترمنځ شخړې رامنځته شوې.

د لومړنیو شخړو وروسته، ټرمپ د ملي ګارډ او سمندري ځواکونو د لیږلو اعلان وکړ ترڅو د امریکا په دویم لوی ښار کې د خلکو نیول ترسره کړي، چې په ښار کې یې پراخه ناکراري رامینځته کړه.

د کالیفورنیا والي ګاوین نیوسم او د لاس انجلس ښاروالې کارن باس د لاس انجلس په ښار کې د پوځ د کارولو مخالفت کړی او ولسمشر یې د "لاس انجلس د غیر قانوني پوځي کولو" تورن کړ.

ټرمپ وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د محافظت ادارې  ته امر وکړ چې د ډیموکراتانو تر کنټرول لاندې ښارونو کې د کډوالۍ عملیات پراخ کړي. ټرمپ وویل  چې کیدای شي  لاس انجلس کې ناکراري په نورو ښارونو کې هم تکرار شي.