د تورکیې ملي سرود ۱۰۵ کلن شو

د ۱۹۲۱ کال د مارچ په ۱۲مه د پارلمان په غونډه کې، د محمد عاکف لخوا لیکل شوی شعر په تودو چکچکو او ولولو سره د ملي سرود په توګه ومنل شو.

By
محمد عاکف ایرسوی / TRT Global

هغه ملي سرود چې محمد عاکف ایرسوي زموږ قهرمان پوځ ته په ډالۍ کولو سره لیکلی و او د تورک ملت د خپلواکۍ سمبول ګڼل کېږي، ۱۰۵ کاله وړاندې په رسمي ډول ومنل شو.

د تورکیې عالي ملي شورا  د خپل تاسیس څخه یو کال وروسته د یوې اړتیا له مخې، د "ملي سرود" د لیکلو لپاره یوه سیالي جوړه کړه چې ۵۰۰ لیرې جایزه ورته ټاکل شوې وه.

د هغه وخت د پوهنې وزیر رضا نور، چې د دې جایزې او سیالۍ مسولیت یې پر غاړه و، د شعر ترڅنګ د سرود د آهنگ (کمپوز) لپاره هم ۵۰۰ لیرې جایزه وټاکله.

د دې لپاره چې په سیالۍ کې د هېواد له هر ګوټ څخه ډېر کسان ګډون وکړي، شورا ورځپاڼو او ټولو لاسرسي وړ سیمو ته معلومات واستول، چې په پایله کې په ۶ میاشتو کې ۷۲۴ شعرونه راورسېدل.

د دغو ۷۲۴ شعرونو د ارزونې لپاره د پوهنې وزارت لخوا یو کمیسیون وټاکل شو. په کمیسیون کې ګومارل شویو کارپوهانو ټول شعرونه یو په یو ولوستل او له هغو څخه یې ۶ غوره کړل.

د تورکیې د  بوردر (Burdur) ولایت وکیل محمد عاکف ایرسوي، د نغدي جایزې د شتون له امله نه غوښتل په سیالۍ کې ګډون وکړي، خو وروسته د حمدالله صبحې په ټینګار یې هغه شعر چې په 'تاج الدین درګاه' کې یې لیکلی و او د تورکیې پوځ ته یې خطاب کړی و، سیالۍ ته وړاندې کړ.

د وروستیو ارزونو وروسته، د ۱۹۲۱ کال د مارچ په ۱۲مه د پارلمان په غونډه کې، د محمد عاکف لخوا لیکل شوی شعر په تودو چکچکو او ولولو سره د ملي سرود په توګه ومنل شو. په شورا کې لومړنی کس چې دا سرود یې په لوړ غږ ولوست، حمدالله صبحي تانري‌اوور و.

محمد عاکف ایرسوي د سرود له منل کېدو وروسته، ورته ځانګړې شوې ۵۰۰ لیرې جایزه د 'دارالمساعي' په نوم بنسټ ته وبښله، چې ښځو او ماشومانو ته یې مسلکي زدکړې ورکولې.