تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت د فلسطین او نورو جګړه ځپلو هیوادونو خلکو مبارکي وویله
د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وویله او د فلسطیني ولس او هغو ټولنو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه چې د جګړو له امله اغېزمن شوي دي.
ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت د فلسطین او نورو جګړه ځپلو هیوادونو خلکو مبارکي وویله
/ User Upload
 

د تورکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وویله او د فلسطیني ولس او هغو ټولنو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه چې د جګړو له امله اغېزمن شوي دي.

اردوغان د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د خپل هېواد او ملت په استازیتوب، زه د خپلو فلسطیني وروڼو او خویندو درناوی کوم چې د اسرائیلو د وحشت پر وړاندې په یوه باعزته مقاومت بوخت دي او په غزه او اشغال شویو سیمو کې یې یوه اتلانه مبارزه پیل کړې ده."

هغه د غزې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو یادونه وکړه او ویې ویل: "زه د غزې ټولو هغو وروڼو او خویندو ته چې په دې بریدونو کې شهیدان شوي دي، د رحمت دعا کوم او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله لرم."

اردوغان هیله څرګنده کړه چې په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي، لکه غزه، سوډان او سومالیا، بې ثباتي ژر پای ته ورسیږي.

د خونړۍ جګړې د پای ته رسولو تاریخي ګام

هغه د فلسطین په اړه د تورکیې ژمنتیا څرګنده کړه او ویې ویل: "موږ د فلسطین د نسل وژنې د درولو او د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې د عادلانه سولې په پای ته رسولو کې هر ډول هڅې کوو."

اردوغان د دوشنبې په ورځ، د جون په ۲مه نېټه په استانبول کې د یوې غونډې یادونه وکړه او هغه یې د څلور کلنې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره یو "تاریخي ګام" وباله.

د ګاونډي هېواد سوریې په اړه، اردوغان وویل چې ترکیه د دې هېواد د نوې ادارې هڅې هرکلی کوي او د سوریې د ملي یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او اوږدمهاله پرمختګ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه: "د سیمې د ټولو ورونو هېوادونو په ملاتړ، موږ باور لرو چې سوریه به دوامداره سوله ترلاسه کړي او خپل پخوانی عظمت به بیا ترلاسه کړي."

وپلټۍ
په روسیه کې د تېلو پر تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو برید شوی دی
د برلین په یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې د یوه روغتیايي وضعیت نازک دی.
په اندونیزیا کې د یوې فابریکې د اورلګېدنې له امله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه نور لا درکه شوي دي
وزیر کوروم:"موږ به د نړۍ لپاره د حل لارو په لټه کې له هڅو لاس وانخلو ځکه چې نړۍ زموږ مشترک کور دی"
سعودي عربستان او مصر په خرطوم کې د ملګروملتونو په دفتر د ډرون برید په کلکو ټکو وغنده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
چین له امریکا وغوښتل چې پر مخابراتي شرکتونو وړاندیز شوي محدودیتونه بېرته واخلي
د ناټو سرمنشي روټه: ناټو به د پولنډ د خاورې له هر سانتي متر څخه دفاع وکړي.
د فلسطیني ځمکو غاصبو اسرائیلیانو په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه او موټرې وسوځولې.
د امریکا د واشنګټن والي فرګوسن د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې (ICE) د لغوه کولو غوښتنه وکړه
ایران وايي په بحرین کې یې د امریکا د پیټریوټ رادارونه ویشتلي؛ بحرین وايي برید پر ملکي هدف شوی
اوکراین: د روسیې له خوا د کریوی ریګ ښار ته د برید په پایله کې ۲ ملکي وګړي مړه شوي او ۵۲ تنه ټپیان شوي دي
ټرمپ وویل چې پوتین "د روسیې-اوکراین جګړې د دیپلوماتیکو لارو له لارې پای ته رسیدو" غوښتنه کوي.
روسیه: ناتو غواړي زموږ له هېواد سره جګړه وکړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خپلواکۍ حق اړوند پرېکړه‌لیک په ۱۶۲ رایو تصویب کړ