نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه
د کوریا رسمي خبري اژانس (KCNA) خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ په دغو مراسمو کې د یوه ستراتیژیک کروز توغندي، د (ویجاړونکې کښتۍ) د اصلي توپونو او اتوماتیکو توپونو ډزې، د الکترونیکي جګړې سیسټمونو ازموینې او د هدف موندنې او معلوماتو پروسس کولو وړتیاو ارزیابي
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه

کیم جونګ اون د اتومي وسلو لرونکي سمندري ځواک جوړولو هڅې ګړندۍ کړې دي؛ پیونګ یانګ له یوې نوې جنګي کښتۍ څخه د اتومي وړتیا لرونکي کروز توغندي او نورو وسلو ازموینې ننداره کړې.
د دولتي رسنیو د راپور له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په داسې حال کې چې پیونګ یانګ د اتومي وسلو لرونکي سمندري ځواک جوړولو هڅو ته دوام ورکوي، په نوې ۵۰۰۰ ټني جنګي کښتۍ "کانګ کون" (Kang Kon) کې د اتومي وړتیا لرونکي کروز توغندي او نورو وسلو ازموینې وڅارلې.

د کوریا رسمي خبري اژانس (KCNA) خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ په دغو مراسمو کې د یوه ستراتیژیک کروز توغندي، د (ویجاړونکې کښتۍ) د اصلي توپونو او اتوماتیکو توپونو ډزې، د الکترونیکي جګړې سیسټمونو ازموینې او د هدف موندنې او معلوماتو پروسس کولو وړتیاو ارزیابي شاملې وې.

دولتي خبري اژانس ویلي، کیم چې دا ازموینې یې له ساحل څخه کتلې، چارواکو ته لارښوونه وکړه چې د ډیسټرایر کښتۍ ازموینې بشپړې کړي او په دوو میاشتو کې یې په رسمي ډول په فعالیت پیل وکړي.

د سمندري ځواک پراختیا
دا ازموینې وروسته له هغه ترسره کېږي چې شمالي کوریا د جون میاشتې په وروستیو کې خپله لومړنۍ ۵۰۰۰ ټني ډیسټرایر کښتۍ "چوی هیون" (Choe Hyon) په فعالیت پیل کړه.

کیم، چې د فبروري په میاشت کې یې د کارګر ګوند په کانګرس کې خپل پنځه کلن نظامي اهداف بیان کړي وو، د اوبو لاندې څخه د توغول کېدونکو بین القاره‌اي بالستیک توغندیو د جوړولو غوښتنه هم کړې وه.
شمالي کوریا د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې د لومړي ځل لپاره "چوی هیون" نندارې ته وړاندې کړه، چې کیم دا د اردو د عملیاتي ساحې او د مخنیوي بریدونو د وړتیا د پراخولو په لاره کې یو لوی ګام وباله.

خو "کانګ کون" د "چوی هیون" څخه یو میاشت وروسته، د ۲۰۲۵ په می کې معرفي شوه، خو په شمالي "چونګجین" بندر کې د یوې ناکامې ازموینې پر مهال زیانمنه شوه، چې د کیم توند غبرګون یې له ځایه سره درلود.

کیم همدارنګه لارښوونه وکړه چې په راتلونکو پنځو کلونو کې دې هر کال دوه نوې ۵۰۰۰ ټني جنګي کښتۍ جوړې شي او یوه لویه ۱۰،۰۰۰ ټني ډیسټرایر کښتۍ دې هم ډیزاین او جوړه کړل شي.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه