سیاست
5 د لوستلو دقیقې
د فلسطین په اړه د د انګلستان د لومړي وزیر ناهیلی کوونکی سیاست
د انګلستان لومړی وزیر سټارمر د بلیر دورې سیاست بیا راژوندی کوي او د فلسطین په اړه د برتانویانو سره خیانت کوي
00:00
د فلسطین په اړه د د انګلستان د لومړي وزیر ناهیلی کوونکی سیاست
/ Reuters

سټارمر یوازې د کارګر ګوند له منیفست سره مخالفت نه کوي، بلکه هغه هم له پامه غورځوي چې خلک غواړي اسرائیل دې جنګ ته سمدلاسه پای ورکړي

د انګلستان لومړی وزیر کیر سټارمر، سره له دې چې کارګر ګوند د تونی بلیر له ۲۰۰۳ کال کې د امریکا مشرۍ لاندې د عراق د یرغل د ملاتړ پرته، عموماً د جګړو پرضد دریځ درلود، د اسرائیلو له خوا په غزه کې د  فلسطینیانو پر وړاندی د ظالمانه جګړی د نسل وژنی په توګه پیژندلو څخه ډډه کوي.

سره له دې چه د آیپسوس له وروستي سروی سره سم،د انګلستان  ۷۳ سلنه خلک له شرط پرته اوربند ملاتړ کوي او ۶۰ سلنه یی فکر کوي چه اسرائیل جګری ته ډیر زیات مخ ورکوي، سټارمر د عامه افکارو اکثریت ته پام نه کوي او د بلیر د دوری سیاستونه بیا تکراروي.

دا واضح توپیر تر منځ د عامه افکارو او حکومتي سیاست، د بریتانیا د اخلاقي لومړیتوبونو او دا پوښتنه راپورته کوي چه ایا هیواد بهرنی سیاست ملي ګتو ته خدمت کوي که د بهرنیو عاملینو ګتو ته.

عامه افکار: د سالم عقل رسا غږ

کارګر ګوند  ته رایه ورکوونکي هم  د احساسوي چې ستارمر له رژیم  لخوا ورسره  خیانت شوی دی. د یوګوف فبروري راپور سره سم، د کارګر ګوند ته د رایه ورکوونکو  ۸۳ سلنه غوښتل چه اسرائیل جګری ته ورسوي.

د کارګر ګوند مشرتابه په پارلمان کې د اوربند له  پریکرې څخه ملاتړ نه کول او وروسته بیا د یو شمیر غړو استعفا، رایه ورکوونکي لا له دوې سره څخه لرې کړل.

د ستارمر مشرۍ لاندی حکومت د اسرائیلو د تشنج کمولو لپاره فشار اچولو توان نلري، چه دا انګلستان وګړي د حکومت کمزورتیاوو ته متوجه کوي. د ویلو ده چې  ۴۰ سلنه خلک ستارمر حکومت  او د کارګر ګوند د منځنی درجې په توګه ارزوني.

۳۵ سلنه خلک فکر کوي چه ستارمر په خپلو چارو کې ناکام دی ، چې همدې مسئلې نارضایتي ګانې زیاتې کړي دي.

د پایلې په توګه  په انګلستان کې په سلګونه زره خلکو د غزه لپاره سمدلاسه اوربند غوښتنې په موخه په لاریونو کې ګډون وکړ. لاریون کوونکو ددوې  د  سترګو تر مخه شعارونه ورکول چې  "وسلو ته پای"، "اوربند همدا اوس" او "فلسطین لپاره عدالت" غواړو.

دا اعتراضونه انحراف نه، بلکه د انګلیس  ملت اکثریت له خوا چې مختلفو سیاسي، مذهبي او کلتوري پس منظرونه لري، تایید شوي دي.

حکومت دریځ: له خلکو سره نه بلکه له ملګرو سره سمون

د کارګر ګوند منیفست کی واضح دی چه خپلواک فلسطیني دولت د فلسطینیانو "یو مسلم حق" دی. ګوند همدارنګه ژمنه کوي چه دوه دولتیزه حل لارې به ملاتر ته دوام ورکړي.

خو په عملي توګه، کارګر ګوند حکومت، په  ملګرو ملتونو کی دیپلوماتیک بې پلوي، وسلو پلورل، او ډیری نړیوالو متخصصینو لخوا د  نسل وژنې په توګه منل شوي حالت نه  د نسل وژنې په توګه نه منل  او  د محاصره شوي فلسطینیانو پر ضد اسرائیلو جنګي ماشین ته ملاتر ورکوي.

د کارګر ګوند لخوا  د ملګرو ملتونو عمومي غونډه  کی د اوربند پریکرو کی تل ممتنع پاتې کیدل په  نړیواله ټولنه کی د عدالت غوښتنه لوړیدو سره، هیواد په یو ډیر بد وضعیت کې راوستی دی.

پداسې حال کې چې په هر ځای کې د اسرائیلو هغه بهانې او پلمې چې د ځان نه د دفاع په خاطر ملکي وګړي وژل کیږي رد شوي دي،  د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ډیوید لیمي اعلان وکه چی له ۳۵۰ وسلو پلور لیسانس څخه یواځې ۳۰ لسانسونه لغوه شوي دي. هغوې ددې نمایشني اقدام سره غوښتل چې په عامه افکارو کې خپل انځور ورغوي

وېشل شوی پارلمان

د غزې د وینو بربنډ انځورونو ډیری اروپایي هیوادونه د  اسرائیل په اړه په خپلو  سیاستونو ته بیا کتنه کولو ته اړ کړل. د اسپانیا، ناروی او آیرلنډ  په څیر هیوادونو فلسطین دولت په رسمیت پیژندولو او د امریکا او اسرائیلو ته د وفادارو متحدینو د پوځي مرستې  پرځای، د فلسطین لپاره د عدالت غوښتونکو نړیوالو غوغاوو سره سم بدیل لارې غوره کړې.

د انګلستان  حکومت لخوا  اسرائیل د جګړیزو جرمونو مسؤل نیولو او غزه کې د جګړی د پایته رسولو  لپاره نړیوالو هلو ځلو کی د ګډون نه کولو او بی پروایي، دننه او بهر کی د هغه اعتبار ته زیان رسولی او رسوي. همداشان په یو زیات شمیر شخړو کې د بې طرفۍ او منځګړیتوب په اړه د انګلستان رول هم تر پوښتنې لاندې راغلی دی.

۲۰۲۴ د اکتوبر کې د  یوګوف یورو ټرک سروی وښودله چه لویدیځ  اروپایان حتی د ایران سره د بشپر جګری پر مهال هم اسرائیلو ته پوځي مرستی ته ښکاره مخالف دي، انګلستان خلک هم ورته احساسات لري. دا مهم بدلون، د اسرائیلو د پروپاګند د ماتی تر ترڅنګ، د هغه لویدیځو دولتونو کمزورتیاوی هم ښکاره کوي چه نشي کولی عدالت وساتي او یو سرکش قوت لکه اسرائیل کنترول کړي.

انګلستان  کی په حکومت باور د خطر سره مخامخ دی او د ستارمر دا ډول دریځ د صهیونست رژیم سره چې  په ځانګړې توګه د مسلمانانو نه د کرکۍ او دښمنۍ پر بڼسټ جوړ شوی دی که ناخواسته هم وي مرسته کوي چې دا خبره د انګلستان ټولنې ته لا زیات زیان رسوي.  

فعلا د ستارمر  په مشرۍ د کارګر ګوند څخه د لندن د ښاروال صادق خان او انډي برنهام په ګډون ۵۰ غړیو چې د پارلمان وکیلان ، د ایسلنډ د کارګر ګوند مشر په ګډون مشهور سیاستوال هم پکې شامل دي خپلې استعفاګانې ثبت کړي دي. همداشان یو زیات شمیر نور مشران هم ددې وضعیت نه ډیر ناخوښي دي.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.