سیاست
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ زیلینسکي ته د روسیې سره د جګړې د پایته رسولو په بدل کې د ټولې دونباس سیمې د پریښودو وړاندېز کوي
د امریکا د "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې راپور ورکړی چې ټرمپ خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي ته د دې په بدل کې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو وړاندیز وکړ چې کیف مسکو ته د ټولې دونباس سیمې په ګډون، هغه سیمې هم وروسپاري چې د روسیې تر کنټرول لاندې دي
ټرمپ زیلینسکي ته د روسیې سره د جګړې د پایته رسولو په بدل کې د ټولې دونباس سیمې د پریښودو وړاندېز کوي
ټرمپ - زیلینسکي / Reuters

ټرمپ زیلنسکي ته د ټولې دونباس سیمې پرېښودو وړاندیز کوي، چې له روسیې سره جګړه پای ته ورسیږي.

د امریکا د "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې راپور ورکړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپل اوکرایني سیال ولودیمیر زیلینسکي ته د دې په بدل کې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو وړاندیز وکړ چې کیف مسکو ته د ټولې دونباس سیمې په ګډون، هغه سیمې هم وروسپاري چې له وړاندې د روسیې تر کنټرول لاندې دي.

د شنبې په ورځ یوې ورځپاڼې څرګنده کړه چې د پوتین او ټرمپ ترمنځ د الاسکا له سرمشریزې وروسته، د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ د یوې تیلیفوني اړیکې په ترڅ کې دا وړاندیز شوی و.

ورځپاڼې د امریکا د دوو هغو چارواکو په حواله چې نه یې غوښتل نومونه یې ښکاره شي، ویلي چې ټرمپ له اوربند د هغه شرط څخه چې مخکې یې د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کړی و، په شا شو، او د هغې پرځای یې د یوې مستقیمې سولې هوکړې ته لومړیتوب ورکړ چې جګړه پای ته رسوي.

د اوکراین د دونباس سیمه د دونیاتسک او لوهانسک دوې سیمې لري، چې ډیری نفوس یې د روسیې ژبې ویونکي دي، او روسي پوځ د دې سیمې پر ډیرو برخو چې له سکرو او کانونو بډایه ده، کنټرول لري.

د جمعې په ورځ، ټرمپ او پوتین په الاسکا کې د "سولې د لټون" تر عنوان لاندې نږدې ۳ ساعته سرمشریزه وکړه، چې په کې دواړو مشرانو د روسیې او اوکراین ترمنځ پر احتمالي اوربند او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.

له ټرمپ سره د الاسکا د سرمشریزې په اړه د تلیفوني اړیکې وروسته، زیلنسکي په خپل ټیلیګرام کې په یوه پوسټ کې ټینګار وکړ چې په خپل هیواد کې له روسیې سره روانه جګړه باید د "ریښتینې او تلپاتې سولې" له لارې پای ته ورسیږي چې په وچه، سمندر او هوا کې پراخ اوربند ولري.

هغه د متحده ایالاتو او اروپا په ملاتړ د اوکراین لپاره د اوږدمهاله امنیت غوښتنه هم وکړه، او ټینګار یې وکړ چې د هغه د هیواد لپاره ټولې مهمې مسلې باید د کیف په ګډون وڅیړل شي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې، روسیه پر خپل ګاونډي اوکراین یو پوځي برید پیل کړی او د دې د پای ته رسولو لپاره یې شرط ایښی چې کیف باید له لویدیځو پوځي بنسټونو سره له یوځای کیدو لاس واخلي، چې کیف دا په خپلو چارو کې "لاسوهنه" بولي.

.

 

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.