نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د آسترالیا په جنوب ختیځ کې په ځنګلونو کې د اور لګېدونو له امله پراخې سیمې سوځيدلي دي
اسټرالیا په سویل ختیځ کې چټک خپرېدونکي ځنګلي اورونه د خلکو تخلیه کول اړین کوي او زرګونه جریبه ځمکه سوځوي.
00:00
د آسترالیا په جنوب ختیځ کې په ځنګلونو کې د اور لګېدونو  له امله پراخې سیمې سوځيدلي دي
استرالیا / TRT Global

د سه شنبې په ورځ، کله چې د اسټرالیا په سویل ختیځ کې د زرګونو جریبو ملي پارک سوځېده او یوه کرنیزه ټولنه د تخلیې کولو اړتیا درلوده، اور وژونکي په ناهیلۍ سره هڅه کوله چې د چټک خپرېدونکي اور مخه ونیسي.

د دوشنبې په ماښام د تندر د غورځیدو په نتیجه کې د ویکټوریا ایالت د پلازمېنې ملبورن څخه شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره لویدیځ لور ته په ګرامپینز ملي پارک کې، چې د ځنګلي غرونو لړۍ ده، څو ځایونو کې  اورلګیدنې پیل کړې.

د بیړنيو حالاتو خدماتو وویل چې د ایالت په لویدیځ کې د لیټل ډیزرټ ملي پارک کې یو بل چټک خپرېدونکی اور په ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۶۵،۰۰۰ هکټاره (۱۶۰،۰۰۰ جریبه) ځمکه په ایرو بدله کړې، چې دا د سنګاپور په اندازه ساحې د سوځیدو په معنا دي.

دې اورلګیدونو  د سه شنبې په ماسپښین د ګواښ کچه نوره هم لوړه کړه د ډیمبولا کلیوالي سیمې خلک تخلیه  کولو ته اړ کړل.

د بیړني حالت مدیریت کمیشنر ریک نوجنټ خبریالانو ته وویل "زه ډېر خوښ یم چې هیڅ ځاني تلفات نشته او د ټپي کېدو هیڅ پېښه نه ده راپور شوې."

د ویکټوریا د ځنګلي اورلګیدونو پر خلاف د مبارزې د  مدیریت څخه کریس هارډمن خبرداری ورکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به د هوا حالت د اور د خپرېدو امکان زیات کړي.

هغه وویل "اوس مهال اور وژونکي پلان لري چې د ټولنو د ساتنې لپاره هر ممکن کار وکړي."

'په ویکټوریا باندې د تودوخې ګنبده'

 د هوا پېژندنې ادارې متخصص کیوین پارکین وویل چې د شنبې په ورځ به د ویکټوریا په ځینو برخو کې د ګرمۍ څپې شرایط راشي، چې د اور خطرونه به نور هم زیات کړي.

"راتلونکو اوو څخه تر لسو ورځو ته په کتو سره، اصلي پیغام دا دی چې په ویکټوریا باندې به د تودوخې ګنبده حاکمه وي.

"که موږ د اونۍ په پای کې په ټول ایالت کې د ګرمۍ څپې شرایط ووینو او په راتلونکۍ اونۍ کې دوام ومومي، حیران نشئ.

"ځمکه وچه ده او که موږ دا تاوده شرایط وینو، دا به ځمکه نوره هم وچه کړي."

څېړونکو موندلې چې لوړې تودوخې په ټوله اسټرالیا کې د طبیعي افتونو د شدت د زیاتېدو لامل کیږي.

ساینس پوهانو له ۱۹۵۰ کلونو راهیسې په ټول هېواد کې په شدیدو اورونو کې د پام وړ زیاتوالی مستند کړی دی.

د ۲۰۱۹-۲۰۲۰ کلونو بې ساري "تور اوړي" ځنګلي اورونو د ۳۳ کسانو او میلیونونو ژویو د مړینې لامل شول، پراخه ځنګلي سیمې یې له منځه یوړې او لوی ښارونه یې په درنو لوګیو کې ډوب کړل.

وپلټۍ
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو
ټرمپ له سعودي عربستان سره د تاریخي اهمیت لرونکی د ملکي اټومي انرژۍ تړون تایید کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په غزه کې د اوربند د پرله پسې سرغړونو په ترڅ کې د اسرائیلو په برید کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي