تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیه، پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي تړون په اړه په اسلام‌اباد کې غونډه کوي
تمه ده چې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر به د حوثي ملېشو بریدونه وغندي، د اسراییلو د اقداماتو پر وړاندې به د یوه متحد غبرګون غوښتنه وکړي او د دغه ایتلاف پر بنسټیز کولو به بیا کتنه وکړي.
تورکیه، پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي تړون په اړه په اسلام‌اباد کې غونډه کوي
تورکیه، پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي تړون په اړه په اسلام‌اباد کې غونډه کوي / AA Archive
 

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په وینا، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان به د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د مکې د دفاعي تړون تر چتر لاندې د ستراتیژیکې سیاسي او دفاعي کمېټې په دویمه غونډه کې ګډون وکړي.

د دفاع وزیر یاشار ګولر او د لوی درستیز جنرال سلجوق بایراکتاراوغلو به هم په دې سفر کې له هغه سره ملګري وي.

تمه ده چې فیدان به د دغه تړون د ګډې دفاع ژمنې ته د تورکیې پر وفادارۍ یو ځل بیا ټینګار وکړي. هغه به روښانه کړي چې دا ایتلاف سیمه‌ییزې ننګونې د خبرو اترو، همکارۍ او سیمه‌ییز مالکیت له لارې هواروي.

نوموړی به همداراز د ملي امنیت پر مسایلو د غړو ترمنځ د نږدې مشورو او پیوستون پر اهمیت ټینګار وکړي، او په سیمه او له هغې هاخوا کې د سولې، امنیت او سوکالۍ لپاره د انقرې ژمنتیا به بیا تکرار کړي. وزیر به د دغه ایتلاف د بنسټیز کولو په برخه کې پرمختګونه هم و ارزوي.

د حوثیانو بریدونه او د ایران شخړه

تمه ده چې فیدان به پر ملکي وګړو او ملکي زېربناوو د حوثیانو بریدونه وغندي، او هغه به د نه منلو وړ او د سیمې امنیت او ثبات ته یو ګواښ وبولي.

هغه به له سعودي عربستان سره د تورکیې پر بشپړ پیوستون یو ځل بیا ټینګار وکړي.

د تورکیې لوړپوړی ډیپلوماټ به د امریکا، اسراییلو او ایران ترمنځ د شخړې د هواري لپاره پر دوامداره ډیپلوماسۍ هم ټینګار وکړي، او ترڅنګ به یې د باب‌المندب تنګي کې د سمندري امنیت او خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د غړو پر نوښتونو خبرې وکړي.

غزه، لوېدیځه غاړه او سوریه

ټاکل شوې چې فیدان په غزه کې د اسراییلو له خوا رامنځته شوې بشري ویجاړۍ، په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ښارګوټو مېشتو مخ په زیاتېدونکي ترهګرۍ او په اشغال شوي ختیځ بیت‌المقدس کې د تاریخي وضعیت (Status Quo) سرغړونو ته اشاره وکړي.

تمه ده هغه به د اسراییلو د هغو اقداماتو پر وړاندې د یوه اصولي، پرېکنده او متحد نړیوال غبرګون غوښتنه وکړي چې نړیوال قوانین او اساسي بشري ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او په مخ په زیاتېدونکي ډول سوله او امنیت ګواښي.

وزیر به همداراز د سوریې له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا، په دغه هېواد کې له تلپاتې امنیت او ثبات، او پر سیمه‌ییز مالکیت ولاړو سیمه‌ییزو نوښتونو څخه د تورکیې ملاتړ بیا تکرار کړي.

ستراتیژیکه سیاسي او دفاعي کمېټه

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان دا درې‌اړخیز تړون د اګست په میاشت کې په مکه مکرمه کې لاسلیک کړ. د دې هوکړې موخه د ګډې مخنیوونکې وړتیا (بازدارندګۍ) او دفاع له لارې د درېیو واړو هېوادونو د امنیت پیاوړي کول دي.

د دې ایتلاف د بنسټیز کولو په اړه مشورې دوام لري، کوم چې د تورکیې، پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ پر پخوانیو اړیکو ولاړ دی.

د پاکستان متقاعد ډګر جنرال نعمان محمود د دې ایتلاف د لومړي سرمنشي په توګه ټاکل شوی دی. پلان ده چې په راتلونکي پړاو کې په ریاض کې د دې تړون دارالانشاء (سکرتریت) جوړه شي.

دغې کمېټې خپله لومړۍ غونډه د اګست په میاشت کې په استانبول کې ترسره کړه، چې پکې د هوکړې د ستراتیژیک لیدلوري پر پلي کولو او د ایتلاف پر بنسټیز کولو تمرکز شوی و.

دې کمېټې د اکتوبر پر ۵مه پر سعودي عربستان د حوثیانو تر بریدونو وروسته په ریاض کې یوه بېړنۍ غونډه هم وکړه. غړو په یوه ګډه اعلامیه کې د هوکړې له مخې د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت د دفاع لپاره پر خپل یووالي او هوډ یو ځل بیا ټینګار وکړ.

 

وپلټۍ
ټرمپ او د ناټو عمومي منشي روټه د روسیې-اوکراین جګړې او ایران په اړه خبرې وکړې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ملګري ملتونه: ۲۰۲۵ کال کې په هر ساعت کې پنځه ښځې یا انجونې د کورنیو د غړیو یا ملګرو لخوا يي وژل شوي
ولسمشر اردوغان د هنرونو عالي لېسې زده کوونکو سره وليدل
په نایجر کې، د بوکو حرام لخوا ترسره شوي یرغل کې ۱۱ سرتیري ووژل شول
د بنغازي په بندر کې د بې‌ پیلوټه الوتکې د برید د ټپونو  له امله دوه لیبیايي سرتیري مړه شول
تورکي هیئت په انقره کې له حفتر او مل پلاوي سره وکتل
ناټو په ایسکیشهر کې د چورلکې د سقوط له امله د شهید شویو سرتېرو په مناسبت د خواخوږۍ پیغام خپور کړ
د امریکا ولسمشر ټرمپ: "(له ایران سره) دا جګړه" موږ هر کله چې وغواړو پای ته رسولی شو"
ایران په خلیج کې د دوو پرمختللو امریکايي بې پيلوټه الوتکو د ویشتو ادعا کړې ده
ان بي سي : "د ټرمپ ادارې چارواکي د لوړپوړو ایراني شخصیتونو د ترور پر مسله غور کوي"
عرب ائتلاف ویلي په پلازمینه ریاض کې پر مالي مرکز برید شوی دی.
چین ولسمشر د اسرائیلو لخوا د فلسطیني د ځمکو د غصب او د حقونو د خپو لاندې کولو سره مخالفت وکړ
له اوکراین سره د پوځي مرستو پر ضد د جرمني عامه افکار بدل شوي دي.
د تورکیې «اغېزمن میکانیزم» په تور سمندرګي کې د بېړیو تګ راتګ او د خوراکي توکو لېږد خوندي کوي