تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې په سعودي عربستان کې  د آرامکو چورلکې د خونړۍ پېښې له امله تسلیت او خواخوږي وړاندې کړه.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد په راس تنوره کې د یکشنبې ورځې په پېښه کې د "خلکو په مړینه سخت غمجنه" دی.
تورکیې په سعودي عربستان کې  د آرامکو چورلکې د خونړۍ پېښې له امله تسلیت او خواخوږي وړاندې کړه.
تورکیې په سعودي عربستان کې  د آرامکو چورلکې د خونړۍ پېښې له امله تسلیت او خواخوږي وړاندې کړه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په راس تنوره کې د آرامکو چورلکې د رالوېدو له امله، چې ۱۴ سعودي وګړي پکې ووژل شول، خپله خواخوږي څرګنده کړه.
تورکیې د سعودي عربستان په ختیځ کې د یوې چورلکې د خونړۍ پېښې له امله دغه هېواد ته تسلیت وړاندې کړی دی.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه هېواد په راس تنوره کې د یکشنبې ورځې په پېښه کې د "خلکو په مړینه سخت غمجنه" دی.

وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي: "موږ په دې دردوونکې پېښه کې وژل شویو کسانو ته د الله تعالی له دربار څخه د رحمت دعا کوو او د هغوی کورنیو او د سعودي عربستان خلکو ته تسلیت مراتب وړاندې کوو."

د تېلو په حیاتي مرکز کې تلفات
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) خبر ورکړی چې د دغه هېواد د تېلو د ستر شرکت 'آرامکو' اړوند یوې چورلکې په راس تنوره کې سقوط کړی، چې په پایله کې یې په کې سپاره ۱۴ واړه کسان وژل شوي دي.

د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د سعودي د انرژۍ وزارت د یوې رسمي سرچینې په حواله ویلي چې ټول وژل شوي کسان د سعودي عربستان تابعیت لرونکي وو.

د سعودي د انرژۍ وزارت تایید کړې چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او په الوتکه کې هیڅوک ژوندی نه دی پاتې.

یاده چورلکه چې د آرامکو شرکت وه، د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان په ختیځه ساحلي سیمه راس تنوره کې، چې د هرمز تنګي لوېدیځ ته پرته ده، رالوېدلې ده.

د سعودي رسمي خبري اژانس  زیاته کړې: "د اړوندو چارواکو په ګډون څېړنې روانې دي ترڅو د چورلکې د رالوېدو لاملونه معلوم کړي." د رپوټونو له مخې، تر اوسه د پېښې لامل نه دی روښانه شوی.

وپلټۍ
ایران خبرداری ورکوي چې د هرمز تنګی  زمونږ "سره کرښه" ده او تر پایه به مقاومت وکړو
د ایران په پلازمېنه تهران کې د انقلاب په میدان کې د "په تابوت کې د پراته ټرمپ" بلبورډ انځور ځړول شوی
اسرائیل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکوي. په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه