تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د استخباراتو مشر د غزې د سولې په خبرو کې د ګډون په موخه قطر ته سفر وکړ
د تورکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن د سې شنبې په ورځ قطر ته سفر کړی، ترڅو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پر پلان خبرې وکړي.
د تورکیې د استخباراتو مشر د غزې د سولې په خبرو کې د ګډون په موخه قطر ته سفر وکړ
د تورکیې د استخباراتو مشر د غزې د سولې په خبرو کې د ګډون په موخه قطر ته سفر وکړ / AA

د تورکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالن د سې شنبې په ورځ قطر ته سفر کړی، ترڅو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د سولې پر پلان خبرې وکړي.

د سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې کالن د حماس او اسرائیلو ترمنځ په هغو روانو خبرو اترو کې له ښکېلو اړخونو سره وګوري چې د قطر، امریکا او مصر په منځګړیتوب ترسره کېږي، او تمرکز به یې په دې فلسطیني سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ پر وړاندیز شوي پلان وي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري په دوحه کې یوې خبري غونډې ته وویل چې تورکیه به د دې جامع پلان په اړه په خبرو اترو کې ګډون وکړي، او ټینګار یې وکړ چې د قطر، مصر او تورکیې هڅې به په ګډه همغږې شي ترڅو دا شخړه پای ته ورسوي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ په واشنګټن ډي سي کې د اسرائیلو له قاتل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د غزې د اوربند د خپل پلان مهم ټکي په ګوته کړل.

په دې شل ماده ييز پلان کې د نورو مواردو ترڅنګ، د یو شمېر فلسطیني بندیانو په بدل کې د ټولو اسرائیلي برمته ګانو خوشې کول، د فلسطیني مقاومت ډلې حماس بې وسلې کول، او د یوې داسې فلسطیني کمېټې جوړول شامل دي چې دا سیمه په لنډمهاله توګه اداره کړي.

 

وپلټۍ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې د ښځو د واليبال ملي لوبډلې د دویم ځل لپاره د ملتونو لیګ اتلولي وګټله
ټرمپ د توغندیو د کمښت له امله پر ایران پوځي بریدونه وځنډول
برلین کې یو موټر د یوې نندارې پر مهال د خلکو په منځ کې د ننوتو سره ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
توقایف له پوتین څخه وغوښتل چې د 'استانبول فارمول ۲.۰' پر بنسټ د اوکراین جګړه وځنډوي
د تورکیې (د والیبال ملي ښځینه لوبډلې) د ملتونو لیګ په سیالیو کې پایلوبې ته لاره ومونده
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده