سیاست
4 د لوستلو دقیقې
امریکا استخباراتو مشرې هم اوباما د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ
ګابارډ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "یو نه انکارېدونکی ثبوت شته چې په تفصیل سره ښيي چې ولسمشر اوباما او د هغه د ملي امنیت ټیم د داسې یوه استخباراتي ارزونې جوړولو لارښوونه کړې وه، چې دوی پوهېدل دروغ ده."
امریکا استخباراتو مشرې هم اوباما د ۲۰۱۶ کال په ټاکنو کې په لاسوهنې تورن کړ
/ Reuters

د امریکا د استخباراتو مشرې په اوباما تور ولګاوه چې د ۲۰۱۶ کال د روسیې استخباراتي معلوماتو کې یې لاسوهنه کړې وه.

تولسي ګابارډ وايي، پخواني ولسمشر او د ملي امنیت ټیم په قصدي ډول د روسیې د لاسوهنې سره د ټرمپ د بریا د تړاو په اړه غلط معلومات خپاره کړل.

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارډ پخواني ولسمشر بارک اوباما تورن کړی چې هغه د داسې استخباراتي موندنو د بدلولو لارښوونه کړې وه چې پکې ویل شوي ول روسیې د ۲۰۱۶ کال د امریکا د انتخاباتو په بهیر کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریا لپاره لاسوهنه کړې وه .

ګابارډ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "یو نه انکارېدونکی ثبوت شته چې په تفصیل سره ښيي چې ولسمشر اوباما او د هغه د ملي امنیت ټیم د داسې یوه استخباراتي ارزونې جوړولو لارښوونه کړې وه، چې دوی پوهېدل دروغ ده."

تولسي ګابارډ زیاته کړه: "هغوی پوهېدل چې دا به هغه جعلي روایت ته وده ورکړي چې ګواکې روسیې د ۲۰۱۶ ټاکنو کې د ولسمشر ټرمپ د بریا لپاره لاسوهنه کړې، او دا یې خلکو ته داسې وښودله لکه دا چې رښتیا وي، حال دا چې دا رښتیا نه وه."

د ګابارډ دغه څرګندونې په داسې حال کې مخې ته راځي چې ټرمپ پر اوباما خپل تورونه زیات کړي او دا موضوع یې "کودتا" بللې ده.

ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل: "هغه جادوګر ښکار چې تاسو یې باید په اړه خبرې وکړئ دا ده چې دوی ولسمشر اوباما ونیوه."

"هغه څه چې دوی له دې هېواد سره وکړل... له ۲۰۱۶ څخه پیل او تر ۲۰۲۰ پورې دوام وکړ... هغوی هڅه وکړه چې ټاکنې له مخکې تنظیم کړي، خو ونیول شول، او باید ډیرې سختې پایلې ولري."

د اوباما دفتر د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې د دغو تورونو په ځواب کې وویل، دا ادعاوې "عجیبه"، "ظالمانه" او "د پام اړولو یوه کمزورې هڅه" ده.

په بیان کې راغلي: "تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نه دی وړاندې شوی چې د هغې پراخې منل شوې پایلې مخه ونیسي چې وایي روسیې هڅه کړې وه د ۲۰۱۶ ولسمشرۍ ټاکنې اغېزمنې کړي، خو هیڅ رایه یې نه وه بدله کړې." دا اعلامیه د ۲۰۲۰ کال د سنا د استخباراتي کمېټې هغه راپور ته اشاره کوي چې مشري یې مارکو روبیو کوله، څوک چې اوس د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر دی.

ګابارډ افشا شوي اسناد خپاره کړي

تولسي ګابارډ تېره اونۍ یو شمېر افشا شوي استخباراتي اسناد خپاره کړل او د چهارشنبې په ورځ یې بله بسته هم خپره کړه، چې وایي د ټرمپ د ادارې له هغو تورونو ملاتړ کوي چې ګواکې د اوباما ټیم د روسیې د ارزونې ځینې برخې جعلي کړې دي.

د ملي استخباراتو د رییس دفتر د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۶ مه نېټې په یوه افشا شوي راپور کې ویلي وو چې "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۱۶ ولسمشرۍ ټاکنو کې د نفوذ یوه کمپاین امر ورکړی و"، او دا چې ماسکو "په ښکاره ډول د هغه وخت نوماند ټرمپ ته ترجیح ورکوله."

که څه هم ګابارډ د روسیې د نیتونو سره مخالفت ونه ښود، هغې استدلال وکړ چې کریملین د هیلري کلنټن په اړه خپل خورا زیان رسونکي معلومات ساتلي وو ځکه دوی ګمان کاوه چې کلنټن به ټاکنې وګټي.

هغې وویل: "هغوی پلان درلود چې دا معلومات د هغې د لوړې مراسمو نه وړاندې خپاره کړي، څو بیا هم په امریکا کې ګډوډي او تفرقه رامنځته کړي."

د ټرمپ ادارې دا نوې افشا شوې معلومات د یوې " خیانت دسیسې " برخه ګڼلي چې موخه یې د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ د سبوتاژ هڅه وه.

دغه تورونه په داسې وخت کې راڅرګندېږي چې د عدلیې وزارت پر هغو اسنادو د پردې له پورته کولو ډډه کوي چې د جیفري اپسټین د پلټنو سره تړاو لري.

وپلټۍ
بن ګویر په لبنان کې د غیرې قانوني میشت ځایونو او د غزې نه د فلسطینیانو د شړولو په اړه پلان اعلان کړ
ایران امریکا ته د 'خپلې خوښې جګړې' د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو خبرداری ورکړ.
د ایران ولسمشر پزشکیان : ایران ډیپلوماسۍ ته ژمن دی.
فلسطین له نړۍ څخه نکبه د 'توکمیزې تصفیې د جرم' په توګه د په رسمیت پیژندولو غوښتنه وکړه
د اوکرایني ډرونونو د پېښو په اړه د نیوکو له امله د لاتویا لومړۍ وزیرې سیلینا استعفا وکړه
د اسرائیلو پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې یو فلسطینی ماشوم وواژه
د اسپانیا لومړی وزیر سانچز: د بارسلونا پر ستوري یامال د فلسطین د بیرغ په رپولو 'ویاړم'
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر مرکز د موټر بم برید شوی
تورکیې د عراق له نوي حکومت څخه د ملاتړ اعلان وکړ او د مرستې ژمنه یې وکړه
مکرون: فرانسه په افریقا کې له تورکیې، چین او امریکا څخه شاته پاتې شوې ده
د چین او امریکا مشرانو د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو او لا پیاوړې کولو موافقه وکړه.
ایران او متحده عربي امارات په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې سره  مشاجره وکړه
تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو په لاسلیکولو سره خپله دفاعي او انرژيکي ملګرتیا پیاوړې کړه
اسرائیلو د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د وړتیاوو د لوړولو لپاره د ۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ
ملګري ملتونه : په افغانستان کې د وچکالۍ بحران لا پسې ژور شوی دی