نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اروپايي ټولنې د کډوالو اداره : د سوري کډوالو د پناه غوښتلو کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د سوریایانو لخوا په اروپایي اتحادیه کې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د فبرورۍ په میاشت کې په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلي دي.
د اروپايي ټولنې د کډوالو اداره : د سوري کډوالو د پناه غوښتلو کچه تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده
/ Reuters

د اروپایي اتحادیې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د معلوماتو له مخې، سوریایانو د فبرورۍ په میاشت کې په ۲۷ هېوادونو کې، چې سویس او ناروې هم پکې شامل دي، ۵۰۰۰ غوښتنلیکونه ثبت کړي دي، چې دا د تېرې میاشتې په پرتله ۳۴ سلنه کمښت ښيي.

د اروپایي اتحادیې د مهاجرت کمیشنر، مګنس برونر، وویل: "د پناه غوښتنې وروستي ارقام ښيي چې په نورو سیمو کې ثبات د اروپا لپاره څومره مهم دی."

د سوریې اوږدمهاله واکمن بشار الاسد د ډسمبر په میاشت کې د کورنۍ جګړې له یوې لسیزې وروسته د هېواد د مخالفو ځواکونو لخوا نسکور شو.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په سلګونو زره سوریایان چې په بهر کې یې پناه اخیستې وه، اوس خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.

په ټوله کې، د فبرورۍ په میاشت کې د اروپایي اتحادیې ۲۷ هېوادونو، سویس او ناروې شاوخوا ۶۹,۰۰۰ د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، چې دا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د کمېدو په حال کې دي.

سوریایان، چې د اوږدې مودې لپاره یې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله جوړوله، اوس د وینزویلا او افغانستان وروسته په درېیم ځای کې دي.

جرمني چې د هغه هیوادونو په سر کې قرار درلود چې تر ټولو زیاتو کډوالو به ورته پناه وړله خو اوس دا مقام فرانسې اخیستی دی او جرمني د اسپانیا نه وروسته په دریم کتار کې ځای نیولی دی.  

وپلټۍ
د اسرائیل لومړی وزیر نتنیاهو د فساد په قضیه کې د ۸۴م ځل لپاره محکمې ته وړاندې شو
تورکیه د اقلیم په سرمشریزه   COP31 کې د عمل پر لور پر لاره ټینګار کوي
اسرائیل په سویلي لبنان په تازه بریدونو کې ۵ کسان وژلي.
امریکايي ځواکونو په ختیځ آرام سمندر کې د مخدره توکو په لیږدونکې یوې کښتۍ برید وکړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي: ایران به یوازې له امریکا سره 'عادلانه او جامع تړون' ومني.
امریکا ویلي چې د پاکستان په پیښور ښار کې به خپله قونسلګري وتړي
اوکراین روسیه د کییف د اوربند له پیلېدو وړاندې  په نویو بریدونو ترسره کولو تورنه کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو وایي د ایران پر وړاندې (د غضب عملیات) پای ته ورسېدل
ټرمپ په هرمز تنګي کې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله  (د ازادۍ پروژه) په نامه عملیات وځنډول
د تورکیې د دفاعي او هوايي چلند نندارتون «SAHA 2026» په استانبول کې پیل شو
روسیه وايي په یو پراخ شپني برید کې یې نږدې ۳۰۰ اوکرایني ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي
اردوغان له اروپايي ټولنې وغوښتل چې د تورکیې د «رغنده دریځ» له کمزوري کولو ډډه وکړي
د ایران د پارلمان مشر: 'په هرمز تنګي کې یوه نوې معادله بڼه نیسي'
عربي هیوادونو پر متحده عربي اماراتو بریدونه وغندل او له ایرانه یې د دښمنۍ د ختمولو غوښتنه وکړه
د کولمبیا د ډبرو سکرو کان کې چاودنې نهه کارګران ووژل