نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې نوي نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د امریکا د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې ددوې اړوند یوه اف ۳۵ ډوله نوي نسل جنګي الوتکې په ځايي وخت د شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې د کالیفورنیا د لیمور سمندري ځواکونو د هوايي هډې ترڅنګ سقوط کړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو د سمندري ځواکونو اړوند یوې نوي نسل اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
/ Reuters

په بیان کې راغلي دي چې د الوتکې پیلوټ د ایجیکشن سیستم په واسطه له الوتکې ځان غورځولی دی.

د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

د ویلو ده اف ۳۵ الوتکې د نړۍ تر ټولو پرمختللې او وروستی نسل جنګي الوتکې دي . دا الوتکې د رادار نه د   خپل پټوالي (Stealth) وړتیاوو، پرمختللو سینسرونو، او څو رولیزو ځانګړتیاوو له امله مشهورې دي . دا الوتکې  رادار څخه د پټ پاتې کیدو لپاره ډیزاین شوې دي چې دې ته دا وړتیا ورکوي چې د دښمن د کشف سیسټمونو لخوا د  نیول کیدو پرته عملیات ترسره کړي..

دا الوتکې  یوازې د هوايي جګړې لپاره نه بلکې د هوا څخه هوا، هوا څخه ځمکې، او هوا څخه سمندر ته د برید وړتیاوې لري، او همدارنګه د استخباراتو، څارنې، او اکتشاف (ISR) او الکترونیکي جګړې (EW) دندې هم ترسره کوي.

وپلټۍ
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي
د ایران جګړه د ملیونونو خلکو لپاره د شدیدې لوږې خطر زیاتوي: د خوړو نړۍوال پروګرام
ټرمپ ایران د یوې موافقې د نه لاسلیکولو په صورت کې د سختې بیې په پرې کولو وګواښه.
د امریکا د بریدونو وروسته زرګونه ايرانيان د اوبو له کمښت سره مخ دي
ایران په اردن او بحرین کې د امریکا پر اډو بریدونه وکړل
ولسمشر اردوغان: په سوریه او لبنان د اسرائیلو بریدونه تورکیې ته هم ګواښ دی
امریکا د نړۍوال جام سومالیايي لوبڅار ته امریکا ته د ننوتو اجازه ورنکړه
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، په کانګو کې د M23 جنګیالي زرګونه کسان نیسي او ځوروي یې
د جنوبي افریقا پولیس ویلي په جوهانسبرګ کې ډله‌ییزو ډزو ۱۲ کسان وژلي او ۹ نور یې ټپیان کړي دي
د امریکا یوې محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان د یرغمل نیونې په تور پر ۴۲ کاله بند محکوم کړ
فرانسې پر افراطي ښي اړخي اسرائیلي وزیر سموتریچ د لوېدیځې غاړې د ځمکو غصبولو له امله بندیز ولګاوه