د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر پوځي پوستې د ځانمرګي بریدګر او وسله والو په برید کې ۴ سرتېري ووژل شول
د پاکستان په شمالي وزیرستان کې پر پوځي پوستې ځانمرګی او وسله وال برید شوی
چارواکي وايي، د جمعې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې یوه ځانمرګي موټر بم بریدګر او درېیو وسله والو د یوه کلي ترڅنګ پر یوې پوځي پوستې برید وکړ، چې له امله یې یو ساعت نښته وشوه او په پایله کې یې څلور سرتېري ووژل شول او د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ ملکي وګړي ټپیان شول.
د پاکستان د پوځ او ځايي پولیسو په وینا، دا برید د شمالي وزیرستان په سیمه کې شوی، چې له افغانستان سره پر پوله د خیبر پښتونخوا ایالت برخه او یو وخت د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو پخوانی مرکز و.
پولیسو ویلي چې چاودنې ته نږدې کورونه نړېدلي او له امله یې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د جګړې پر مهال ټول بریدګر د سرتېرو له خوا ووژل شول. سمدستي کومې ډلې د برید پړه نه ده منلې، خو پوځ د دې برید پړه پر پاکستاني طالبانو اچولې ده.
اعلامیه زیاتوي چې بریدګرانو په لومړي سر کې هڅه وکړه چې د پوستې له احاطې څخه تېر شي خو مخه یې ونیول شوه. بیا وسله والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوستې له بهرني دیوال سره وجنګاوه.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دې چاودنې له امله نږدې کورونو او یوه جومات ته هم زیان اوښتی دی.
پوځ ویلي، د دې برید پلان او لارښوونه له پولې هاخوا په افغانستان کې شوې وه. کابل سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي. کابل له کلونو راهیسې ټینګار کوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د کوم بل هېواد پر وړاندې وکاروي.
پوځ ویلي، پاکستان د افغانستان له طالب واکمنانو تمه لري چې وسله وال پرېنږدي چې د افغانستان خاوره پر پاکستان د بریدونو لپاره وکاروي.
پوځ زیاته کړې چې پاکستان د وسله والو او د هغوی د اسانتیا برابرونکو د تعقیب حق ځانته خوندي ساتي.
په شمالي وزیرستان کې له برید څو ساعته وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې په اسلام اباد کې یې د افغان طالبانو د ماموریت مرستیال ورغوښتی ترڅو خپل رسمي احتجاج ثبت کړي.
وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، "پاکستان له افغان خاورې څخه پر پاکستان د ترسره شویو ترهګریزو بریدونو د عاملینو او اسانتیا برابروونکو پر وړاندې د بشپړې څېړنې او پرېکنده اقدام غوښتنه کړې ده."
په اعلامیه کې راغلي، "له افغان طالبانو غوښتل شوي چې د خپلو مشرانو په ګډون د ټولو هغو ترهګرو ډلو پر وړاندې چې له خپلې خاورې فعالیت کوي، سمدستي، کوټلي او د تایید وړ ګامونه پورته کړي او د پاکستان پر وړاندې د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د دوامداره کارونې مخه ونیسي."
وزارت ویلي، "د افغان طالبانو رژیم ته په ډاګه ویل شوي چې پاکستان د خپل حاکمیت د دفاع او د خپلو وګړو د ساتنې حق لري، او له افغان خاورې څخه د راپورته کېدونکي ترهګرۍ ته د ځواب ویلو لپاره به ټول اړین اقدامات وکړي."
پاکستان ډېری وخت د افغانستان طالب واکمنان تورنوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ډلې ته، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي مسؤوله ده، پناه ورکوي. کابل دا تورونه ردوي او وايي چې خپله خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې کارېدو ته نه پرېږدي.
که څه هم TTP د افغانستان له طالبانو یوه جلا ډله ده، خو له هغوی سره نږدې اړیکې لري.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د اکتوبر میاشتې راهیسې وروسته له هغه ترینګلې شوې، چې د اکتوبر په ۹مه په کابل کې له چاودنو وروسته سرحدي نښتې رامنځته شوې، چې افغانستان یې پړه پر پاکستان واچوله. که څه هم وروسته قطر د اوربند منځګړیتوب وکړ، خو دواړو لورو د نومبر په میاشت کې په ترکیه کې په خبرو اترو کې کومې هوکړې ته ونه رسېدل.