د اوکراین په یوه سوپرمارکېټ کې د یوه وسله وال په ډزو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د شنبې په ورځ د پلازمېنې په یوه استوګنیزه سیمه کې په ډزو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لس نور د ټپونو او صدمې له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
چارواکو ویلي، په کییف کې یوه وسله وال په یوه سوپرمارکېټ کې وسله وال برید کړی چې له امله يي لږ تر لږه پنځه کسانو ژوند د لاسه ورکړی او ګڼشمیر ټپيان شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د شنبې په ورځ د پلازمېنې په یوه استوګنیزه سیمه کې په ډزو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او لس نور د ټپونو او صدمې له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.
زیلینسکي پر ټولنیزو رسنیو ویلي: "په کییف کې هغه بریدګر چې پر ملکي وګړو یې ډزې کړې وې، له منځه یوړل شو." هغه د قربانیانو "کورنیو او خپلوانو ته تسلیت" وړاندې کړ.
د یونیان خبري اژانس لخوا خپره شوې ویډیو کې یو سړی ښکاري چې ټوپک یې په لاس کې دی او د اپارتمانونو یوې ودانۍ ته نږدې له نږدې واټن څخه پر یوه کس ډزې کوي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي، شکمن کس وروسته یوه سوپرمارکېټ ته ننوتی، چېرته چې د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
زیلینسکي په ټولنیزو رسنیو کې په خپل پوسټ کې ویلي: "څلور برمته شوي کسان ژغورل شوي دي."
د اوکراین پولیسو ویلي، چې ځانګړي ځواکونه یې د ښار په جنوب کې د هولوسیفسکي ولسوالۍ د پېښې ځای ته استول شوي دي.
د بریدګر انګېزه نه ده معلومه او زیلینسکي ویلي، چې "ټول شرایط تر څېړنې لاندې دي" او د "چټکو څېړنو" غوښتنه یې کړې ده.