نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ: د فدرالي ریزرف  یا مرکزي بانک رئیس به 'ډیر وخت په واک کې پاتې نشي'
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د فدرالي ریزرو یا مرکزي بانک  په رئیس جیروم پاول نیوکه وکړه، او اشاره یې وکړه چې د مرکزي بانک په مشرۍ کې د هغه دوره ممکن ژر پای ته ورسیږي.
ټرمپ: د فدرالي ریزرف  یا مرکزي بانک رئیس به 'ډیر وخت په واک کې پاتې نشي'
ټرمپ / AP

ټرمپ: د فدرالي ریزرف  یا مرکزي بانک رئیس به 'ډیر وخت په واک کې پاتې نشي'

د فدرالي ریزرو (Fed) یا مرکزي بانک رئیس جیروم پاول، چې په ۲۰۱۷ کال کې د ټرمپ لخوا د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې په جریان کې ټاکل شوی و او په ۲۰۲۲ کال کې د ولسمشر جو بایډن لخوا بیرته وټاکل شو، له اوږدې مودې راهیسې د ټرمپ د نیوکو هدف  دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ د فدرالي ریزرو یا مرکزي بانک  په رئیس جیروم پاول نیوکه وکړه، او اشاره یې وکړه چې د مرکزي بانک په مشرۍ کې د هغه دوره ممکن ژر پای ته ورسیږي.

ټرمپ په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو ته وویل، "هغه ښه او ګټور کار نکوي ... هغه هغه به د لږ وخت لپاره په واک کې پاتې نشي، نه د ډیر وخت لپاره."

ټرمپ د مرکزي بانک رئیس پاول د یو ناکاره او بې کفایته شخص په توګه یاد کړ.

ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په جریان کې، په مکرر ډول په عامه محضر کې پر پاول د بانکي سود نرخونو د راټیټولو په خاطر فشار راوړی دی.

ټرمپ پر بایډن د پاول د دندې د  مودې د غځولو مسئول وباله.

"ما په پیل کې  د هغه سره ډیر ښه چلند کولو ... ځکه چې هغه هوښیار نه دی. هغه باید هلته نه وای. په یوه ډول، زه د دې لپاره ځان ملامتوم، مګر زه بایډن د هغې د دندې  مودې د غځولو لپاره هم ملامتوم،" ټرمپ وویل، او زیاته یې کړه چې هغه د بایډن ادارې د پریکړې څخه حیران شو.

"زه فکر کوم چې دوی د هغه د دندې موده وغځوله ځکه چې دوی پوهیدل چې زه یې نشم زغملی، نو له همدې امله دوی دا کار وکړ.

ټرمپ په وار وار غوښتنه کړې چې مرکزي بانک دې د سود نرخونه کم کړي، او یادونه یې کړې چې د اروپا مرکزي بانک په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې څو ځله د خپل معیاري سود نرخ کم کړی دی، او خبرداری یې ورکړی چې ځنډ کولی شي د امریکا اقتصاد په ټپه ودروي.

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي
د ایټالیا د دفاع وزیر کروسیټو: د ناټو سرمشریزه داسې ډیزاین شوې چې ښې پایلې ولري
چین د ستراتیژیک اوبتل  توغندي "بریالۍ" ازموینه ترسره کړه
په فرانسه کې په یو بل مهم او تاریخي موزیم کې د غلا ټکان ورکوونکې پېښه
د روسیې لخوا د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو خونړی برید
د شمالي کوریا مشر په یوې نوې جنګي کښتۍ کې د ستراتیژیکو وسلو ازموینې لیدنه وکړه
ټرمپ د امریکا ۲۵۰مه کلیزه په "نشنل مال" کې د یوې لویې ولسي غونډې په ترڅ کې لمانځله.
په فرانسه کې د جون میاشتې د تودوخې څپې له امله په یوه اونۍ کې تر ۲۰۰۰ "اضافي مړینې" ثبت شوې دي
پاکستان کې د یو مسافر وړونکي بس د سړک نه لاندې یوې درې  ته لوېدو له امله  ۴۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په پاکستان کې د دوو کورونو د چتونو د نړېدو له امله ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
امریکا ایران ته د احتمالي ترورونو په اړه خبرداری ورکړی
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پر کییف د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي