نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو باندې د برید لپاره چمتووالی نیسي. دا خبره امریکا کړې ده.
د ترلاسه شوو تازه استخباراتو او عسکري حرکاتو له مخې معلومات ترلاسه شوي دي چې اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید کولو لپاره چمتووالی نیسي. امریکايي چارواکیو ویلي دي چې دا کار به ټرمپ د ډیپلوماتیکو هلو ځلو نه په ښکاره توګه سرغړونه وي.
اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو باندې د برید لپاره چمتووالی نیسي. دا خبره امریکا کړې ده.
/ AP

اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو باندې د برید لپاره چمتووالی نیسي. دا خبره امریکا کړې ده.

د ترلاسه شوو تازه استخباراتو او عسکري حرکاتو له مخې معلومات ترلاسه شوي دي چې اسرائیل د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید کولو لپاره چمتووالی نیسي. امریکايي چارواکیو ویلي دي چې دا کار به ټرمپ د ډیپلوماتیکو هلو ځلو نه په ښکاره توګه سرغړونه وي.

امريکا متحده ايالتونو تازه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي چې ښيي اسرائيل د ايران د اټومي تاسيساتو پر وړاندې د پوځي بريد لپاره تياری کوي، سره له دې چې واشنګټن او تهران د ايران د اټومي پروګرام په اړه غير مستقيمې خبرې اترې روانې ساتلي دي، سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د څو چارواکو له خولې يې دا معلومات ترلاسه کړي دي.

د راپور له مخې، چې د سه شنبې په ورځ خپور شوی، د اسرائيلي مشرتابه لخوا لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو د مخابراتو د شننې او د ځواکونو د خوځښتونو څارنې ښودلې چې د احتمالي عملياتو لپاره چمتووالی په چټکۍ سره روان دی.

يوې سرچينې سي اېن اېن ته ويلي: "په وروستيو مياشتو کې د ايران د اټومي تاسيساتو پر وړاندې د اسرائيلي بريد احتمال په څرګند ډول زيات شوی دی."

سرچينې زياته کړه چې که د ټرمپ په منځګړيتوب د ايران سره داسې تړون وشي چې ټول يورانيم زېرمتونونه له منځه وانه وړي، نو دا به د اسرائيلي پوځي اقدام احتمال نور هم زيات کړي.

د راپور له مخې، امريکا د اسرائيلي پوځ ځانګړي فعاليتونه هم څارلي دي، چې په کې د هوايي مهماتو انتقال او د پراخو هوايي تمرينونو بشپړول شامل دي.

سره له دې، د ټرمپ ادارې يوه سرچينه وايي چې واشنګټن به ښايي د داسې بريد ملاتړ ونه کړي، تر څو چې ايران خپله جګړه پيل نه کړي.

د سي اېن اېن د راپور له مخې، يو لوړ پوړي لوېديځ ډيپلومات چې د دې مياشتې په لومړيو کې له ولسمشر سره ليدلي، ويلي چې ټرمپ څرګنده کړې چې امريکا به دې خبرو اترو ته يوازې څو اونۍ وخت ورکړي، مخکې له دې چې پوځي بريد ته مخه کړي. خو تر دې دمه د سپينې ماڼۍ تګلاره د ډيپلوماسۍ پر بنسټ ولاړه ده.

ولسمشر ټرمپ مخکې ايران ته خبرداری ورکړی و چې که د امريکا وړانديزونو ته ژر ځواب ورنه کړي، نو له "بدې پايلې" سره به مخ شي، که څه هم د ايران چارواکو ويلي چې دوی کوم رسمي وړانديز نه دی ترلاسه کړی.

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .