نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
فرانسې د ولسمشر ماکرون د ځای ناستي د ټاکلو په خاطر د ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړ.
د اې ایف پي (AFP) خبري اژانس د راپور له مخې، فرانسې د خپلو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لومړی پړاو د ۲۰۲۷ کال د اپریل پر ۱۸مه او دویم پړاو (رن-اف) یې د مې پر ۲مه نېټه ټاکلی دی.
فرانسې د ولسمشر ماکرون د ځای ناستي د ټاکلو په خاطر د ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړ.
فرانسې د ولسمشر ماکرون د ځای ناستي د ټاکلو په خاطر د ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړ.

سرچینو یاد اژانس ته ویلي چې دا مهالوېش به د چهارشنبې په ورځ د وزیرانو په شورا کې په رسمي ډول تصویب شي، چې په دې سره د سیمه ییزو رسنیو راپورونه تایید شول. دا ټاکنې به د ولسمشر ایمانویل ماکرون ځای ناستی وټاکي، چې اوس مهال خپله دویمه او وروستۍ کاري دوره پوره کوي.

د مارین لوپین په مشرۍ د کډوالۍ ضد "ملي ټولنې"  ګوند دغه ټاکنې واک ته د رسېدو لپاره خپل تر ټولو غوره چانس بولي. نظرپوښتنې په وار وار ښيي چې ښي اړخي سختدریځي ښايي په لومړي پړاو کې مخکښ وي، که څه هم لا څرګنده نه ده چې د دغه ګوند کاندید به په وروستي ډول څوک وي.

لوپین هیله لري چې د څلورم ځل لپاره د ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېږي؛ هغې په ۲۰۱۲ کال کې درېیم مقام خپل کړی و او په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۲ کلونو کې یې د ماکرون په وړاندې په دویم پړاو کې ماتې خوړلې وه. د هغې کاندیدي د اروپا په پارلمان کې د جعلي دندو د یوې قضیې په اړه د استیناف محکمې پر پرېکړې پورې اړه لري چې د جولای پر ۷مه به اعلان شي.

د فرانسې د اساسي قانون له مخې، ولسمشریزې ټاکنې باید د ولسمشر د پنځه کلنې دورې له پای ته رسېدو ۲۰ تر ۳۵ ورځې وړاندې ترسره شي.

د ۲۰۲۷ کال د ټاکنو لپاره اوسنۍ نظرپوښتنې ښيي چې د ملي ټولنې ګوند مشر، ۳۰ کلن جوردان بارډیلا تر ټولو مخکښ دی. هغه په لومړي پړاو کې شاوخوا ۳۴ تر ۳۶ سلنه رایې ترلاسه کولی شي او اټکل کېږي چې په دویم پړاو کې د پخواني لومړي وزیر ایډوارډ فیلیپ په ګډون ډېری رقیبانو ته ماتې ورکړي. بارډیلا په پراخه کچه د مارین لوپین سیاسي وارث ګڼل کېږي.

ایډوارډ فیلیپ، چې د منځلاري "افقونو" ګوند مشري کوي، لا هم د سختدریځو ښي اړخو لپاره یو له قوي بدیلونو څخه ګڼل کېږي. په ورته وخت کې، د کیڼ اړخ پخواني سیاستوال ژان لوک میلینشون هم په ځینو نظرپوښتنو کې له ۱۳ تر ۱۶ سلنې پورې ملاتړ ترلاسه کړی، خو شنونکي وايي چې لا وختي دی چې وویل شي ایا هغه به د ولسمشرۍ لپاره د خلکو پراخ ملاتړ ترلاسه کړای شي که نه.

وپلټۍ
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.
د تورکیې ملي استخباراتو داعش ترهګرې ډلې یو تش په نامه مشر "طالب ګولر" ونیوه
فتح الله ګولن ترهګري سازمان ډیری غړي د بای لاک په نامه د لنډو پیغامونو رسونې یو اپلیکیشن افشاء کړل
ایران وايي د بندر عباس پر سر یې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره کړې ده
ایران وايي په کویټ کې د امریکا د هایمارس (HIMARS) توغندیز سیستم یې په دقیق ډرون برید کې له منځه وړی
ایران وايي د امریکا بریدونو میاشتنۍ ډیپلوماټیکې هڅې له منځه وړي دي
د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ له امله د هرمز تنګي له لارې د کښتیو تګ راتګ په جدي توګه کم شوی
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: د روسیې د پټو جنګي کښتیو د کتار اړوند پر ۱۴ کښتیو مو بریدونه کړي