نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو کې دوه تنه وژل شول
چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د پاکستان په سوېل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او ۱۶ نور ټپیان شول.
پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو کې دوه تنه وژل شول
پاکستان بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو کې دوه تنه وژل شول / Reuters

د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنو کې دوه تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي

دا وروستي بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د هیواد په ناکراره خیبر پښتونخوا ایالت کې څلور پولیس افسران ووژل شول.

چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د پاکستان په سوېل لوېدیځ بلوچستان ایالت کې په یوه چاودنه کې لږ تر لږه یو تن ووژل شو او ۱۶ نور ټپیان شول.

د پنجګور ولسوالۍ د پولیسو د کنټرول خونې یوه چارواکي د ټیلیفون له لارې وویل چې چاودنه په دې ولسوالۍ کې شوې ده.

دغه چارواکي وویل، دا "ظاهراً د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وه چې په چټکان بازار کې یې ملکي وګړي په نښه کړي وو."

پولیسو او امنیتي ځواکونو سمدستي سیمه کلابنده کړه او د سیمې د امنیت او د شواهدو راټولولو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړل.

د ځایي ټلویزیون جیو نیوز د راپور له مخې، پولیس وایي، د دوشنبې په ورځ په یوې بلې چاودنه کې، د هیواد په شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې، د لکي مروت په ولسوالۍ کې د سمنټو د یوې فابریکې پر موټر د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله یو تن ووژل شو او نهه نور ټپیان شول.

د دواړو بریدونو مسؤلیت سمدستي کومې ترهګرې ډلې نه دی منلی.

دا پیښې یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې په دوو جلا بریدونو کې څلور پولیس ووژل شول.

د یکشنبې په ورځ، د لکي مروت په ولسوالۍ کې په یوه شکمن ترهګریز برید کې درې پولیس افسران ووژل شول.

د سیمه ییزې ملکي ادارې یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې پولیسو له برید وروسته د پلټنې او ځپلو عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د نښتې پرمهال یو ترهګر ووژل شو او یو پولیس افسر هم ټپي شو.

دغه چارواکي زیاته کړه چې په سیمه کې عملیات لا هم روان دي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو له زیاتوالي سره مخ دی.

وپلټۍ
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ
اروپايي ټولنې د نتانیاهو په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) د نیولو د حکم د پلي کولو غوښتنه وکړه
په جاپان کې د ۷.۱ درجې زلزلې له امله د مړو شمېر ۱۳ کسانو ته ورسېد
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د یونان لخوا د"اخیلس شیلډ" دفاعي سیستم  پېرل په غزه کې د اسرائیلو له نسل وژنې سره خطرناکه همغږي ده
مکرون له تورکیې څخه فرانسې ته د اور وژنې الوتکو د لېږلو له امله مننه وکړه
د جاپان سویلي برخې د ریښتر په کچه  د ۷.۱ درجې په په شدت سره یوې زوروې زلزلې ولړزولې
پوتین: روسیه به خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هر څه چې لازم وي هغه به  وکړي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په امریکا کې د خوړو په یوه مېله یا فیستیوال کې د وسله وال برید له امله ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول
د مهمو خبرونو غورچاڼ